.د دیني مدارسو استادانو ته د نتایجو پر بنسټ د تدریس او شاګرد محوره زده کړو ۵ ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۴۱
ورکشاپ

نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمه الله د غونډو تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ ۵ ورځنی ورکشاپ پیل سو.

په دې ورکشاپ کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د هلمند پوهني رئیس او د دیني مدارسو استادانو او آمرینو حضور درلود، چي موخه یې د عصري زده کړیزو د مېتودونو انتقال او د نتایجو پر بنسټ د تدریس او شاګرد محوره زده کړي مېتود ته په دیني مراکزو کي د تطبیق زمینه برابرول دي.

د ورکشاپ د پیل وینا، د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر الحاج مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب وکړل، هغه وویل،

علماء د خلکو د عقیدې، اعمالو او اخلاقو د اصلاح دنده په غاړه لري او د بشریت د بقاء سرچینې علمي نهادونه او مدارس دي، چي په علماؤ او اکابرو باندي ابادي دي او له دغو مرکزونو زموږ د ټولني ستونزي حل او فصل کیږي. دا چي الله جل جلاله موږ ته د دې خدمت زمینه برابره کړې، ځای یې دی، چي د الله جل جلا له شکر ادا کړو.

محترم مفتي صاحب وویل، د موجوده نظام تر چتر لاندي هر فعالیت چي د ټولني د بقاء او اولس د پرمختګ لپاره ترسره کیږي، الله جل جلاله یې د جهاد په کچه ثوابونه خپلو بنده ګانو ته ورکوي.

هغه همداراز زیاته کړه، چي د مشرتابه مقام ډیر ځله پر دې ټینګار کړی، چي علما‌ء کرام او استادان که څه هم په ادارو کي په چارو بوخت دي، خو بیا دي هم د کتابت او مطالعې سره اړیکه دوامداره لري، ځکه همدا یوازیني اسباب دي، چي معنویات پیاوړي کوي او مسلمه امت د لاري ورکېدو څخه ژغوري.

نوموړي و ګډونوالو ته په خطاب کي و ویل: دا ورکشاپ د مسؤلیت او امانت په ادا کولو کي یو همکار ورکشاپ دی، چي تاسي د عصري تدریس د مېتودولوژي سره اشنا کوي، د درس د اسانه انتقال مېتودونه در پیژني.

فعاله برخه په کښې واخلئ، دا یو شرعي مکلفیت دی، چي ستاسو څخه په پابندۍ ادا کول غواړي، تر څو داسي طلباء او زده کوونکي وروزی، چي سبا ددې هیواد ښه استازي پاته سي او په هر ډګر کي بریالی و اوسي.

هغه وویل، که څه هم د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر پیاوړی نه دی، خو ډیر کله تکلیفونه ګالي او خپل بچیان د دیني زده کړو مرکزونو ته د تعلیم ترلاسه کولو لپاره ليږي، د هغوی د زحمتونو قدر وکړئ او د عصر د غوښتنو مطابق د مسایلو پر حل تمرکز وکړئ.

ورپسې د هلمند پوهني رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري صاحب وینا وکړل، هغه وویل، د مسلمانانو بریالیتوب، د دوی په اتحاد او د امراوو په اطاعت کي نغښتی، چي په نتیجه کي یې ټولنه بقاء مومي.

محترم انصاري صاحب د هلمند پوهنتون د رهبرۍ ددې ډول ورکشاپونو او د پوهني ریاست سره یې د تلپاتي همکاریو له امله مننه وکړل او له حاضرینو او علماء کرامو څخه یې ددې علمي پروګرام څخه د مؤثري ګتي اخیستني سپارښتني وکړې او له دوی یې وغوښتل، چي خپلي چاري او تدریس په اخلاص سره ترسره کړي.

د ورکشاپ په بهیر کي ددې پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمر او د ورکشاپ ټرینر پوهنیار عبدالحمید هلمندي ګډونوالو ته د ورکشاپ موخه او ارزښت روښانه کړ.

محترم هلمندي صاحب، ددې ورکشاپ په لړ کي نتایج محوره تعلیم او تربیه، د ښووني او روزني د نتایجو انکشاف، فعاله زده کړه، د محصل محوره زده کړي مؤثر تطبیق، مشارکتي او تعاوني زده کړه، ارزونه او د تدریس فن او اسالیب په اړه تشریحي معلومات د وړاندي کولو بهیر پیل کړ.

باید وویل سي، چي دا ورکشاپ به ۵ ورځی دوام ومومي، چي په نتیجه کي به یې ۶۰ تنه علماء کرام او استادانو ته د عصري زده کړو مېتودونو د بریالي ګډون تصدیقونه هم ورکول سي.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS