.د کرهڼي پوهنځي علمي او اداري فعالیتونه د معیارونو له مخي وارزول سول

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۴۴
ارزونه

د پوهنځیو د ارزونو په دوام کي نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د ددې پوهنتون د کرهڼي  پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د پوهنځي اداري او علمي چاري یې له نږدې وارزولې.

د ارزوني پر مهال د پوهنځی د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړي، اجنډاوي او نور اړوند اسناد وکتل سول او د چارو د تنظیم او د تدریسي بهیر څرنګوالی په دقت وارزول سو.

ښاغلي ابو احمد صاحب د کرهڼي پوهنځی له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چي د کرهڼي پوهنځی د ټولني په اقتصادي وده او ځان بسیا کېدو کي بنسټیز او حیاتي رول لري. نوموړي ټینګار وکړ چي د دې پوهنځي استادان او مسؤلین باید د علمي تدریس ترڅنګ د محصلانو عملي مهارتونو، مسلکي وړتیاوو او د نوښتګر فکر په پیاوړتیا کي هم جدي پاملرنه وکړي، څو داسي کدرونه وروزل سي چي د کرهڼي د عصري کولو، د تولیداتو د زیاتوالي او د چاپيریال د ساتني په برخو کي اغېزمنه ونډه واخلي او د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره عملي خدمتونه ترسره کړي.

باید وویل سي، چي دا ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د ښه والي په موخه ترسره کيږي.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS