هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۳:۲
HEMIS

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي تدریسي مدیر ښاغلي غلام حسین خپلواک او د اسنادو د ویش لوی مدیر ښاغلي عزت الله ریاض د یاد ورکشاپ د وړاندي کول په لړ کي وویل: HEMIS د ازموینو د نمرو، احصائیو او د پوهنتون د نورو  برخو د اطلاعاتو ساتلو بريښنايي سیسټم دی، چي په مرسته به یې کارمندان او استادان د اطلاعاتو په ساتني او لېږد کي د اسانتیا څخه برخمن سي.

هغوی د یاد سیسټم د پیژندلو تر څنګ د هغه پر اجزاوو او د کارولو پر لار چارو بشپړ معلومات ګډونوالو ته وړاندي کړل.

هیره دي نه وي، چي یاد معلوماتي ورکشاپ به د رواني اوونۍ تر پنجشنبې دوام ومومي.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS