کیمیا څانګه

 

د کيميا څانګی ليرليد، رسالت، موخي او ارزښتونه

(Vision) لرليد:

د کیمیا څانګه به د افغانستان او نړۍ په کچه یوه معیاري څانګه وي، دا څانګه به د ټولني د اړتیاوو وړ مواد د نویو څېړنو پر بنسټ وړاندي کوي او همدارنګه د کیمیاوي علومو په مختلفو برخو کي به کادرونه په اسلامي او ملي روحیه روزي.

 

(Mission) رسالت:

 د کیمیا څانګه هڅه کوي، چي  یو داسي علمي او اکاډمیک چاپیریال جوړ کړي، چی زده کړیز نصاب او تدریس به یې د اسلامي اصولو په پام کي نیولو سره د اوسني نړیوالو پرمختګونو مطابق وي او همدارنګه څېړني او اختراعات به یې د کیمیاوي علومو په برخه کي په ملي او نړیواله کچه معیاري او د اعتبار وړ وي.

 

(Goals) موخي:

د څانګي ټول علمي او اداري فعالیتونه داسي معیاري کول، چي څانګه وکولای سي د کیمیا د علم پر بنسټ په ښه کیفیت سره علمي کادرونه وروزي، چي اسلامي ارزښتونو او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي، او د ټولني د ستونزو د حل پر بنسټ پرمختګونه رامنځ ته کړي او د ښه خدمت کولو جوګه سي.

 

ارزښتونه:Values

  1. د اسلامي او ملي ارزښتونو تطبیق او درناوی کول.
  2. د قوانینو، مقررو او اصولو رعایت کول.
  3. امانت داري، شفافیت او د فساد مخنیوی کول.
  4. سالم مدیریت او سالمه رهبري.
  5. د تدریس، څېړنو او تالیفاتو اخلاق رعایت کول.
  6. د پوهنتون د ادارې او د ټولني د اشخاصو مقتابل احترام ساتل.