د کيميا څانګی ليرليد، رسالت، موخي او ارزښتونه
(Vision) لرليد:
د کیمیا څانګه به د افغانستان او نړۍ په کچه یوه معیاري څانګه وي، دا څانګه به د ټولني د اړتیاوو وړ مواد د نویو څېړنو پر بنسټ وړاندي کوي او همدارنګه د کیمیاوي علومو په مختلفو برخو کي به کادرونه په اسلامي او ملي روحیه روزي.
(Mission) رسالت:
د کیمیا څانګه هڅه کوي، چي یو داسي علمي او اکاډمیک چاپیریال جوړ کړي، چی زده کړیز نصاب او تدریس به یې د اسلامي اصولو په پام کي نیولو سره د اوسني نړیوالو پرمختګونو مطابق وي او همدارنګه څېړني او اختراعات به یې د کیمیاوي علومو په برخه کي په ملي او نړیواله کچه معیاري او د اعتبار وړ وي.
(Goals) موخي:
د څانګي ټول علمي او اداري فعالیتونه داسي معیاري کول، چي څانګه وکولای سي د کیمیا د علم پر بنسټ په ښه کیفیت سره علمي کادرونه وروزي، چي اسلامي ارزښتونو او د هیواد ملي ګټو ته ژمن وي، او د ټولني د ستونزو د حل پر بنسټ پرمختګونه رامنځ ته کړي او د ښه خدمت کولو جوګه سي.
ارزښتونه:Values