د ( امن او يووالي ) تر سرلیک لاندي د هلمند پوهنتون په کچه د کرکيټ سیالۍ د(۱۴۰۱/۲/۲۶) نېټې څخه تر (۱۴۰۱/۳/۲۳) نېټې ترسره سوې.

helu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۱:۱۴
لوبي

د ( امن او يووالي ) تر سرلیک لاندي د هلمند پوهنتون په کچه د کرکيټ سیالۍ د(۱۴۰۱/۲/۲۶) نېټې څخه تر (۱۴۰۱/۳/۲۳) نېټې ترسره سوې.

د بېلابيلو پوهنځیو، اداري کارمندانو او د پوهنتون ورزشي کلب په ګډون لسو لوبډلو په دوو ګروپونو کي سیالۍ ترسره کړې، چي يواځي دوو لوبډلو ( د ښووني او روزني پوهنځی الف ټېم او د کرهڼي پوهنځی الف ټېم) پایلوبي ته لاره پیداکړه.

وروستۍ لوبه چي د پوهنتون د رهبري غړو، پوهځيو رئیسانو، استادانو او ګڼو محصلینو په ګډون ترسره سوه، د ښووني او روزني پوهنځی الف ټېم په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د هلمند پوهنتون اداره هڅه کوي، چي د خپلو محصلينو لپاره د ښه تدریس او زده کړو ترڅنګ د لوبو اسانتیاوي هم برابري کړي، ځکه نو وخت پر وخت د پوهنتون د سپورټ کمېټه د محصلانو ترمنځ د بیلابیلو لوبو لړۍ په لاره اچوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS