د استادانو تخنيکي او مسلکي مهارتونو اړوند سمينار وړاندي سو

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۵۶
مهارتونه

نېټه: 1446/1/21 ه. ق

نن شنبه هلمند پوهنتون غونډو تالار کي د استادانو دتخنيکي، مسلکي مهارتونو او تدريسي پلانو اړوند سمينار وړاندي سو.

غونډه کي چي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځيو رئيسانو، د څانګو آمرينو، استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده.

د زده کړيالانو مسلکي وړتيا لوړوني ترڅنګ د هغوى اخلاقي روزنه هم د استادانو مسؤليت دى او د پوهنتون د بهبود لپاره دي هر کله خپلي مشورې شريکي کړي. يادي څرګندوني په غونډه کي د هلمند پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ حافظ محمد نسيم حقاني ګډونوالو ته وکړې.

بيا د ښووني او روزني پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل حسن خان درمل د دتخنيکي او مسلکي مهارتونو او تدريسي پلانو اړوند سمينار پيل کړ.

نوموړي ټول اړين مسايل، د استاد مهمي دندي، تدريسي توکو چمتو کول، د پلانونو جوړول او تطبيق سره نور مطالب هم روښانه کړل.

په ورته وخت کي د پوهنځيو د مسؤلينو له لوري د تدريس او نورو چارو په اړه يو شمير ستونزي او وړانديزونه شريک سوه، چي د هلمند پوهنتون رهبرۍ يې د حل په برخه کي ډاډ وړاندي کړ.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS