هلمند پوهنتون کي د علمي شورا  ۲ شمېره نوبتي غونډه ترسره سوه

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۷
علمي شورا

نن دوشنبه د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو تالار کي د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۳ مالي کال د علمي شورا ۲ شمېره نوبتي غونډه د دې پوهنتون د رئیس شي/خ م؛ول/.وي حاف/ظ محمد نسیم ح؛ق/ان؛ي په مشرۍ ترسره سوه. 

د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي ش؛یخ ح؛قاني صاحب د غونډي په پیل کي د استادانو پر مکلفیتونو، حاضريو او نویو محصلانو ته د انګیزې ورکولو په اړه وینا وکړه.

ورپسي په غونډه کي د پوهنتون علمي مرستیال  ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د پوهنتون پر ستراتیژیک پلان او د پوهنځیو علمي مرستیالانو پر ټاکلو بحث وکړ.

وروسته د تضمین کیفیت آمر، د ۱۴۰۳ کال د پي پي ار دوره یي ارزوني بورډ د تائيد، د ۱۴۰۳ کال د عمومي کمېټو د نوي لیست د تائید، د ۱۴۰۲ کال د اې پي ایم کلنۍ ارزوني د راپور تائید  په اړه خبري وکړې. 
دغه راز د مجلې آمر د مجلو د کتنپلاوو پر امتیازاتو، د وترنرۍ پوهنځۍ رئیس د یادي پوهنځۍ لپاره د کلنیک د جوړېدو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

 په ورته وخت کي د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مف؛/تي صدیق الله همت د زده کړيالانو پر پېژند کارټونو، د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د محصلینو د لیلیې اړوند پر یو شمېر مواردو خبري وکړې.

د ناستي په وروستیو کي پر ګڼو نورو متفرقه موضوعاتو خبري اتري وسوې او غونډه د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS