د هلمند پوهنتون او میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۲:۹
هوکړه لیک

نېټه: ۹/۵/۱۴۴۶ هـ.ق

نن دوشنبه، د هلمند پوهنتون د ریاست په انګړ کي د هلمند پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مولوي حافظ محمد نسیم "حقاني" او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو موسسې د رئیس الحاج روح الله "مشال" ترمنځ د مشترکو همکاريو  په موخه تړون، د دواړو پوهنتونونو رهبرۍ او استازو په حضور کي لاسلیک سو.

د هوکړې په اساس، دواړه پوهنتونونه به په ګډو څېړنیزو ساحو کي په ګروپي ډول تحقیقات ترسره کوي، د اړتیا په صورت کي به د یو بل منابعو او وسایلو څخه ګټه پورته کوي او همدارنګه به په علمي او اداري برخو کي ورکشاپونه او روزنیز پروګرامونه دایروي.

د دواړو پوهنتونونو هدف د علمي همکاریو پراختیا او په څېړنیزو پروژو کي لا نور پرمختګ دی. چي له مخي به یې د زده کړو او څېړنو په برخو کي نوي لاري پرانیستل سي.

په دې تړاو نور هوکړه لیکونه هم هلمند پوهنتون کړي، چي تر ټولو وروستى یې د غزني تخنیکي پوهنتون سره وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS