.په هلمند پوهنتون کي د استاد د مسؤلیتونو په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۱۰
د استادانو مسؤلیت


۱۷/۵/۱۴۴۶ ه.ق

نن سې شنبه، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استاد مسؤلیتونو تر سرلیک لاندي یو اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي پکښې د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د سمینار پیل د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب  له لوري وسو. هغه په خپلو علمي خبرو کي د استادانو د مسؤلیتونو په اړه ژور بحث وکړ او د دیني او اخلاقي اړخونو په پام کي نیولو سره یې د استادانو پر مسؤلیت ټینګار وکړ.

ښاغلي ذاکر وویل، هر نعمت چي الله تعالی انسانانو ته ورکړی، په هغه کچه یې مسؤل  او ځواب ویونکي هم دي.

د دعوت او ارشاد آمر د استاد د لومړني مسؤلیتونو په اړه  خبري وکړې، ده وویل، استاد باید د خپلو محصلانو سره مهربانه او عاطفي چلند وکړي. داسي تدریسي مېتودونه وکاروي چي د زده کوونکو لپاره زده کړه اسانه کړي.

 دغه راز نوموړي د محصلانو د موقف په اړه هم خبري وکړې، نوموړي وویل، هغه محصلان چي د تعلیم لپاره  هلي ځلي کوي، باید د خپل موقف او ارزښت په اړه پوهه ترلاسه کړي، استاد باید په دې برخه کي دوۍ ته روحیه ورکړي.

د سمینار په بهیر کي ښاغلي عبدالقیوم ذاکر پر ګڼو نورو مواردو سربېره  د دې ټکي پر اهمیت هم ټینګار وکړ، چي استاد باید خپلو زده کړیالانو ته د ظالمانه نظامونو په وړاندي د مسؤلیتونو په اړه واضح لارښووني وکړي، دوۍ داسي چمتو کړي، چي خلګ یې د د انرژۍ څخه ناسمه ګټه وانخلي.

د سمينار په وروستي کي ښاغلي ذاکر استادانو ته د عدالت او مساوات یادونه وکړل او له دوی یې وغوښتل، چي د محصلانو سره توپیري چلند ونه کړي.

په پای کي سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS