.د هلمند پوهنتون مسولینو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین سره وکتل

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۱:۱۵
لیدنه

نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۴ هــ ق 
 

د یکشنبې په ورځ د هلمند پوهنتون عمومي رئیس الحاج شیخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني، د لوړو زده کړو وزارت د تألیف او ترجمې رئیس ډاکټر حمیدالله مزمل او د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین الحاج ملا عبدالحق همکار سره د هغه په کاري دفتر کي وکتل.
په دې مهمه لیدنه کي د هلمند پوهنتون مسؤلینو د نشه يي توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس په اړه معین صاحب ته مفصل معلومات وړاندي کړل. د پوهنتون مسؤلینو په خپلو خبرو کي یادونه وکړه، چي د دې ملي کنفرانس موخه په تعلیمي بنسټونو او ټولنه کي د ځوانانو تر منځ د پوهاوي کچه لوړول، د نشه يي توکو د ناوړه اغیزو مخنیوی، د بدیلو کښتونو ترویج او د اقتصادي ودي لپاره حل لاري موندل او وړاندي کول دي.

په دغه ناسته کي الحاج ملا عبدالحق همکار د پوهنتون له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د دوی د هڅو ستاینه یې وکړه. نوموړي وویل چي د نشه يي توکو پر ضد مبارزه یوه ملي او دیني وجیبه ده او تعلیمي ادارې باید په دې برخه کي مخکښ رول ولوبوي.
همدارنګه، دواړو خواو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کي به له یو بل سره همکاري کوي. د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین د دې ملي کنفرانس د بریالي ترسره کولو لپاره د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د هلمند پوهنتون عمومي رئیس الحاج شیخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني وویل، چي پوهنتونونه د ټولني د فکري جوړښت لپاره خورا مهم دي او د نشه يي توکو له منځه وړلو په برخه کي د دوی ونډه اړینه ده.
په پای کي دواړو خواو د دې ډول لیدنو او همکاریو د دوام او د نشه يي توکو پاک افغانستان لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS