.د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت د عالمیې او عالیې مرحلو د ازموینو بهیر وڅاره

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۵۲
د ازموینو بهیر

نېټه: ۱۵/۷/۱۴۴۶ ه.ق کال

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین حافظ مولوي محمدحامد حسیب د ازموینو د څارنې په موخه هلمند ولایت ته سفر کړی او  په هلمند پوهنتون کي د دیني مدارسو او جامعاتو د عالمیې او عالیې مرحلو د ازموینو له پروسې څخه نږدې لیدنه وکړه او د ازموینو جریان یې وڅاره.

نوموړي د ازموینو د تنظیم، نظم او شفافیت ستاینه وکړه او په دې برخه کي یې د مرکز  څخه راغلو استازو، د هلمند پوهنتون او جامعاتو د مسؤلینو د هڅو قدرداني وکړه.

پر همدې حال مالي او اداري معين  د ازموینو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کي یادونه وکړه،  چي دا ازموینې ستاسو د علمي کچي د تثبیت او د ظرفیت لوړولو لپاره غوره فرصت دی. له ګډونوالو یې وغوښتل،  چي د سوالونو په حلولو کي پوره دقت او پاملرنه وکړي او له دې پروسې څخه  دي اعظمي ګټه پورته کړي.

دیادولو وړ ده، چي د دیني مدارسو او جامعاتو د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینو بهیر د تېري شنبې په ورځ پیل سوي وو، چي د هلمند ولایت شاوخوا۲۲۰۰ فاضلانو په کښې ګډون کړی او نن د دې ازموینو وروستۍ ورځ ده.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS