.د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري چارو معین د هلمند پوهنتون د روانو پرمختیايي پروژو څخه لیدنه وکړه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۴:۰
پروژې

نېټه: ۱۵/۷/۱۴۴۶ ه.ق کال
 

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب د هلمند پوهنتون د مسؤلینو په ملتیا  ددې پوهنتون د سړکانو د قیررېزۍ او د تالارونو د جوړولو پروژې لیدنه وکړل او د یادو پروژو د پرمختګ او روان وضعیت په اړه یې خوښي وښوده.

 د دې لیدنې په ترڅ کي معین صاحب د روانو پرمختیایي پروژو د ښه تطبیق په برخه کي د پوهنتون مسؤلینو ته یو شمېر سپارښتني وکړلې.

دغه راز په دې لیدنه کي نوموړي  د یو شمير بشپړ سوو پروژو د پوهنتون د وسایطو پارکینګ ، شنې تپې او د سرسبزۍ برخو چاري هم ښه و ارزولې او په دې برخه کي يې د پوهنتون د مسؤلينو د هڅو ستاينه او قدر داني وکړل.

په دې لړ کي نوموړي ددې پوهنتون د مسؤلینو سره د لیدني پر مهال د هغوی ستونزي له نږدې واورېدې او د حل لپاره یې بشپړ ډاډ وړاندي کړ.

د لوړو زده کړو وزارت مسؤلین په دوامداره توګه د هېواد د پوهنتونونو د پرمختیا لپاره کار کوي او هڅه کوي چي د علمي بنسټونو اړتیاوي په اغېزمنه توګه پوره کړي.

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS