.په هلمند پوهنتون کي د کائناتو او انسان د تخلیق، د سنتو اتباع او محرماتو په اړه علمي سمینارونه وړاندي سول

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۴۱
سمینارونه

نن د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت او د مسلکي پرمختیا مرکز په ګډو همکاریو یو لړ اصلاحي او علمي سمینارونه وړاندي سول، چي په کښې د پوهنتون رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او سلګونو محصلینو ګډون کړی وو.

دغه سمینارونه د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د فکري اصلاح او علمي بصیرت د لوړولو لپاره پلان سوي دي، چي په کښي د قرآن کریم، نبوي سنتو او د معاصرو دیني مسایلو پر بنسټ مهم موضوعات وړاندي سول.

د سمینار لومړۍ موضوع د  کائناتو تخلیق  وو، چي د مسلکي پرمختیا مرکز آمر مولوي عبدالحمید هلمندي صاحب  لخوا وړاندي سو.

مولوي هلمندي صاحب د کائناتو درو طبقو، د سیارو، ستورو، سپوږمۍ او نورو هستیو په اړه تفصیلي بحث وکړ او ویې ویل، چي اسلامي علوم د معاصر ساینس له حقایقو سره ژوره اړیکه لري، خو سرچینه یې د وحي علم دی. هغه د ساینس پر هغو نظریو اسلامي استدلال وکړ، چي د نوموړي دین سره په مخالفت کي دي.

ورپسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکرصاحب د انسان تخلیق  تر عنوان لاندي وینا وکړه. نوموړي وویل، قرآن کریم انسان  اشرف المخلوقات  ګڼي او د هغه خلقت د الله تعالی د قدرت لویي نښي دي.

هغه د ساینسپوهانو هغه نظریات چي د انسان خلقت یې د طبیعت له تطابق سره تړلی، د قرآني دلایلو په رڼا کي رد کړل.

مولوي ذاکر صاحب زیاته کړه، د نسل تناسل، شکل او د وجود بقا د خدای جل جلاله قدرتونه دي او د تکامل دا دوره د  چاپیریالي تطابق او تدریجي تغیر سره اړیکه نه لري.

د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ ‌الحدیث و التفسیر مفتي شریف ‌الله ابو احمد صاحب هم په غونډه کي ګډونوالو ته خبري وکړې. هغه وویل، ډيرو خلکو د قرآن کریم له برکته د دنیا امپراطورۍ ګټلي او د سنتو د پیروۍ برکت دا دی، چي انسان د خالق او مخلوق دواړو خوښي تر لاسه کوي.

ښاغلي ابو احمد صاحب ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنتونه دي ژوندي وساتي، ځکه چي دا سنتونه یوازي روح ته سکون نه ورکوي بلکي په رزق کي هم برکت راولي.

د هلمند ولایت د علماؤ شورا غړي شیخ الحدیث مولوي عزیزالله صاحب د ایمان لغوي او اصطلاحي تعریف وړاندي کړ او د ایمان اړوند ټول فکري، عملي او عقیدوي اړخونه یې مفصل بیان کړل.

وروسته، د شیخ الحدیث مولوي محمد سعید سعیدي صاحب لخوا ددې غونډي وروستۍ موضوع وړاندي سوه، چي په کښي د قرآن کریم په رڼا کي د محرماتو، طلاق او نکاح اړوند احکام تشریح سول. هغه وویل، د ټولني د بقا لپاره د محرماتو پېژندنه، د نکاح د اهمیت درک او د طلاق حدودو ته پام کول او په اړه یې پوهه ترلاسه کول د هر فرد لپاره لازم او  اړین دي.

باید یادونه وسي، چي دا علمي او اصلاحي سمینارونه به تر سبا یکشنبې دوام ولري، چي په دې جریان کي به د پوهنتون ټولو استادانو، کارمندانو او محصلینو ته په دوه وختونو کي سهار او ماسپیښن بېلابېل  موضوعات وړاندي سي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۸:۳۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي د زرګونو علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني ازموینه ترسره سوه!

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۱۰/۱۱
 هلمند پوهنتون  نن د علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني په پار زرګونو علماءو د ازمویني کوربه و، چي د یادي ازمویني په افتتاحیه مراسمو کي د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۳
Background image

اطلاعه تبدلیي محصلان از روزانه به شبانه

همانطوریکه در جریان هستید، بر اساس تصمیم شورای وزارت تحصیلات عالی، تبدیلدی محصلان از پوهنتون های روزانه به شبانه تا اطلاع ثانوی متوقف شده بود،
بر اساس دستور جدید وزارت محترم تحصیلات. . .
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .

BACK TO NEWS