.په علمي چارو کي د کلنۍ څارني او دوره یي ارزوني په اړه  ورکشاپ ترسره سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۵۸
د علمي چارو بیا کتنه

 

د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د علمي چارو د کلني څارني او دوره ‌يي ارزوني اړوند مهم روزنيز ورکشاپ وړاندي سو. دا ورکشاپ د پوهنتون د پوهنځيو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو لپاره ځانګړی سوی و.

د ورکشاپ په پیل کي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست، د ارزوني او څارني د بهیر پر ارزښت او اړتیا خبري وکړې. نوموړي وویل، چي دا کړنلاره د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړوالي، د تدریسي فعالیتونو د ښه والي او د حساب ورکوني د روحيې د پیاوړتیا لپاره خورا اړینه ده.

 هغه د استادانو، آمرینو او د پوهنځیو رئیسانو همکاري مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چي دا بهیر باید په بشپړ جديت او دقت سره تعقیب سي.

ورپسي ورکشاپ د دې پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي پوهنیار جاهد احمد دراني له خوا وړاندي سو. نوموړي د علمي چارو د ارزوني او څارني د کړنلاري اړوند مالومات وړاندي کړل او ویې ویل، چي دا بهیر د لوړو زده کړو کیفیت ښه کولو، د تدریسي پروګرامونو د اغېزمني ارزوني او د پوهنتون د ستراتیژیکو موخو ترلاسه کولو لپاره ډېر مهم دی.

په ورکشاپ کي ګډونوالو ته دا وښودل سوه، چي څنګه باید اړوند اسناد ډک او وړاندي سي، د څارني څرنګوالی څه ډول وي او د ارزوني ټول پړاوونه څنګه عملي کیدای سي.

د ورکشاپ په بهیر کي  ګډونوالو خپلي پوښتني هم مطرح کړې، چي ښاغلي دراني پري مفصلي خبري وکړې او بشپړ وضاحت یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS