.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د پوهني رئیس سره و کتل

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۵:۱۷
لیدنه

نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله "ابو احمد" صاحب په خپل کاري دفتر کي د هلمند د پوهني رئیس الحاج مولوي محمد عوض "انصاري" صاحب سره وکتل. په دې کتنه کي د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله "همت" صاحب هم حضور درلود.

د کتني په پیل کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله صاحب د محترم انصاري صاحب هرکلی وکړ او د هغه له لوري د تعلیم په ډګر کي د تلپاتي همکارۍ او هڅو څخه یې مننه وکړه.

وروسته دواړو لوریو د هلمند ولایت د علماء کرامو د عالیه او عالمیه مرحلو د اسنادونو د وېش او معاملې د لا اسانتیا لپاره پر اغېزمنو لارو چارو مفصل بحث وکړ. د دوی په وینا، دا موضوع به د لا ښه تنظیم او سهولت په موخه له مرکزي ادارې سره هم شریکه کړي.

همداراز په غونډه کي د هلمند پوهنتون د فارغ سوو محصلانو د کارموندني پر موضوع هم خبري و سوې. د پوهني رئیس محترم انصاري صاحب څرګنده کړه، چي هڅه کوي څو راتلونکي کي د هلمند پوهنتون شاوخوا ۲۰۰ بااستعداده فارغان د معارف ریاست د درسي چوکاټ په برخه کي جذب کړي، تر څو د ښووني او روزني بهیر نور هم پیاوړی سي.

د غونډي په دوام کي د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله "همت" صاحب د مکاتبو زده‌کوونکو ته د کانکور ازمویني د امادګۍ لنډمهاله کورسونو په اړه خپل نظر څرګند کړ. هغه و ویل، د هلمند پوهنتون اداره چمتو ده چي د معارف ریاست په همکارۍ د خپلو وړ او باتجربه استادانو په مټ د کانکور امادګۍ ځانګړي کورسونه تنظیم کړي، څو د کانکور ازمویني پر مهال د زده‌کوونکو شته ستونزي راکمي او د بریا زمینه ورته نوره هم برابره سي.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS