.د اسلام له نظره  په اداره کي سیر او راز ساتني په اړه د پوهاوي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۴
راز

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري  “په اداره کي سیر او راز ساتنه د اسلام له نظره” تر عنوان لاندي د پوهاوي سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د اسلام له نظره د راز ساتني ارزښت او د امانتدارۍ اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه، چي سیر او محرم معلومات د یو مسلمان او په ځانګړې توګه د ادارې د کارکوونکي لپاره یو ډول امانت دی، چي باید د خیانت او افشا څخه وساتل سي.

نوموړي د قرآن کریم او مبارکو احادیثو له لارښوونو بېلګي وړاندي کړې، هغه راز ساتنه د اعتماد او نظم بنسټ وباله او زیاته یې کړه،  که دا اصل له پامه وغورځول سي، نو د ادارو باور او مشروعیت د زیان سره مخ کیږي.

ښاغلي ذاکر صاحب وویل، چي په الهي کتاب کي په صریح ډول راغلي، چي الله تعالی خیانت کوونکي نه خوښوي.

دغه راز نوموړي د مجلسونو د امانت په اړه د رسول الله ﷺ حدیث مبارک بیان کړ،  چي مجلسونه امانت دي.

نوموړي د سمینار په پای کي وویل: د راز ساتل د ایمان نښه ده او د راز افشا کول د خیانت او ګناه عمل دی. یو مؤمن باید هڅه وکړي چي د خلکو، ادارې او ټولني محرم رازونه خوندي وساتي، ځکه دا د اسلامي اخلاقو مهم اصل او د ایماني استقامت نښه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS