.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د محصلانو ستونزي واورېدې

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۸
لیدنه

نن ورځ، یکشنبه، د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په خپل کاري دفتر کي د انجنیري پوهنځی د برق او آبیارۍ څانګو د یو شمېر محصلانو ستونزي، وړاندیزونه او مشورې واورېدې.

محترم ابو احمد صاحب یادو محصلانو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د هغوۍ غوښتني په پوره حوصله او دقت واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چي د محصلانو هره ستونزه د پوهنتون د رهبرۍ لپاره لومړیتوب لري.

نوموړي محصلان د هیواد د رغاوني، پرمختګ او ځان‌ بسایني روښاني شمعي وبللې او زیاته یې کړه چي د وطن راتلونکی د همدې ځوانو متفکرانو په اوږو درېدلی دی.

هغه محصلینو ته په خطاب کي وویل: ځانونه په عقیدوي، مسلکي او عصري علومو سمبال کړئ، ځکه چي د علم او تقوی په مټ انسان د خپل دین او هیواد له پاره سپر او ځواکمن دی. تاسو د وطن اصلي پانګه یاست، موږ درباندي ویاړو او ستاسو د هري ستونزي د حل لپاره تل چمتو یو.

وروسته محصلینو د محترم ابو احمد صاحب څخه مننه وکړه، چي د خپلو ګڼو بوختیاوو ترڅنګ یې د دوی خبرو ته ځانګړی وخت ورکړی او په اخلاص یې د ستونزو د حل لاري لټوي.

 محصلانو خپلي ستونزي او وړاندیزونه د حل په نیت ورسره شریک کړل، چي د نوموړي له لوري ورته د لازمي څېړني او عملي حل ډاډ ورکړل سو.

دیادوني وړ ده چي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب نه یوازي د پوهنتون د اداري او کادري کارکوونکو د وړاندیزونو او ستونزو اورېدو ته وخت ځانګړی کړی، بلکي د محصلینو غوښتني هم په منظم او ورځني ډول اوري. د هلمند پوهنتون رهبري هڅه کوي چي د هر پوهنځي محصلان خپل وړاندیزونه، نظریات او ستونزي په مستقیم ډول واوري.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS