.هلمند پوهنتون کي  د حق المبین سیالۍ د ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۲۴
سمینار

نن د هلمند پوهنتون د ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښې د الحق المبین کتاب سیالۍ ستاینغونډه، ددې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري ترسره سول،  ، چي په کښې د پوهنتون مرستیالانو، د څانګو آمرینو، استادانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو، د الرباط فکري او فرهنګي  ادارې مسؤلینو، محصلانو، طالب‌العلمانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی وو.

غونډه د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي مولوي حبیب الرحمن محیب رسول صاحب  په وینا پیل سوه. نوموړي په خپلو خبرو کي د دې ډول فکري او علمي پروګرامونو دوام د اسلامي فکر د پراختیا او د اسلامي عقیدې د ټینګښت لپاره اړین وباله. هغه زیاته کړه، چي مسلمانان باید د ټولو باطلو ډلو په وړاندي باخبره اوسي. محیب الرسول صاحب، د اسلامي خلافت د تیر برم او عزت لنډ شالید بیان کړ، هغه د مسلمانانو د یووالي او د اسلامي خلافت د بیا احیاء  لپاره پر ځوانانو د چمتوالي لپاره هڅونکې وینا هم وکړل.

وروسته د همدې پوهنتون استاد، مولوي نور احمد غزنوي  صاحب خبري وکړې. نوموړي وویل، چي د فکري پوهني دا ډول سیالۍ او پروګروامونه د هیواد نوی نسل  د اسلامي فکر په رڼا  سمبالوي. هغه محصلان ته د اسلامي دورو تاریخونو مطالعې او چمتوالي په اړه مهمي سپارښتنی او تجربې وړاندي کړلې.

د غونډي په دوام کي د هلمند د ځوانانو چارو آمر مولوي سلطان محمد حنیف صاحب هم وینا وکړه، هغه ځوانان د ټولني با ارزښته شتمني وبلل، او زیاته یې کړه، چي په تاریخونو کي ټول انقلابونه د ځوانانو په توسط راغلي. هغه د ځوانانو د سالمي فکري روزني ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چي د ځوانانو په هڅونه کي باید ټوله فعاله ونډه ولرو.

 د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت صاحب د غونډي په وروستي کي وینا وکړل. نوموړي د پوهنتون له لوري د فکري روزني او مهارت لوړاوي د روانو پروګرامونو پر موخو بحث وکړ. هغه ګډونوالو محصلانو ته د ورته سیالیو زیری ورکړ او له دوی یې په وغوښتل، چي په خپله فعالي ونډي دا برخه نوره هم رنګینه کړي.

په وروستۍ برخه کي، د فکري روزني سیالۍ ۲۰ تنه ممتاز ګډونوال د بری لیکونو او  ډالیو په ترلاسه کولو سره ونازول سول. په یاده سیالي کي عبدالصبور د لومړي مقام ګټونکی وګرځېد، شهاب الدین دوهم، عبدالرحمن دریم، دوست محمد څلورم او محمد میلاد پنځم مقام خپل کړ. چي د دوی د ستایني په پار  د لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته لپ ټاپ کمپیوټرونه، دریم او څلورم مقام ګټونکو ته الفجر ساعتونه او پنځم مقام ګټونکو ته کالي او نور ارزښتمن توکي  د ډالۍ په توګه ورکړل سول.

باید وویل سي، چي د دې فکري روزني سیالۍ ازموینه څو ورځي وړاندي د هلمند پوهنتون په انګړ کي، د همکارو ادارو د استازو په حضور کي، په پوره شفافیت سره ترسره سوې وه. چي  پايلي یې نن د ستاینغونډي په مراسمو کي اعلان او بریالي ګډونوال رسمي وپیژندل سول.

غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS