.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۷
سړې خوني

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل ناهز تر لارښووني لاندي، دلښکرګاه ښار اړوند د حاجي دوست محمد د مېوه‌ جاتو او سبزیجاتو له سړو خونو څخه علمي لیدنه ترسره کړه.

د لیدني پر مهال، محصلینو د سړې خوني د تخنیکي سیستمونو، د حرارت درجې د کنټرول مژتودونو، د محصولاتو د ساتني معیاري شرایطو او د مدیریت له پروسو سره عملي بلدتیا ترلاسه کړه.

بل خوا محصلینو د دې علمي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او دا ډول عملي لیدني یې د خپلو علمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره ډیري ګټوري وبللې او د پوهنتون د رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چي د عملي زده کړو د ترلاسه کولو له پاره یې د علمي سفرونو زمینه سازي کړې ده.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS