د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
لیدنه

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د بُست پوهنتون له رهبرۍ سره ځانګړې غونډه ترسره سوه، چي پکښې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د مقرراتو او اصولو پر عملي تطبیق ټینګار وسو. د هلمند پوهنتون رئیس وویل چي د امراوو له خوا د وخت په وخت راتلونکو اصولو مراعات د تحصیلي نظام د معیاري کېدو لپاره اړین دي.

نوموړي په خپلو خبرو کي محصلین یو مهم امانت وباله او زیاته یې کړه چي د هغوی اخلاقي روزنه او علمي پیاوړتیا د پوهنتونونو د رهبرۍ او استادانو د اساسي مسؤلیتونو څخه دي.

په همدې غونډه کي د بست پوهنتون رهبرۍ خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل، چي د هلمند پوهنتون رئیس یې د ارزوني او عملي کېدو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي ابو احمد صاحب، د بست پوهنتون محصلینو ته په یوه جلا غونډه کي وینا وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چي په خپلو اړوندو څانګو کي د تخصص تر کچي ځانونه ورسوي.

نوموړي ټینګار وکړ چي د هیواد د پرمختګ او ثبات اساس پر علمي کدرونو او مسلکي ځوانانو ولاړ دی.

هغه وړاندي زیاته کړه چي اسلامي امارت د خپلو پالیسیو په چوکاټ کي د وړ کدرونو د جذب او د هغوی څخه د هیواد د ځان بسیایني په برخه کي د ګټي اخیستني له پاره ځانګړې تګلاره لري او محصلین باید د خپلو زده کړو له لارې د دین او هیواد خدمت ته چمتو سي.

د سفر په پای کي د هلمند پوهنتون د رهبرۍ پلاوي د بست پوهنتون د تدریسي ټولګیو، لابراتوارونو، کتابتون، کمپیوټر لېب او نورو اړوندو اسانتیاوو څخه هم لیدنه وکړه او د بست پوهنتون د مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، د محصلینو د مسلکي روزني له پاره یې د اړتیا وړ امکانات برابر کړي دي.

د یادوني وړ ده، چي د لیدنو دا لړۍ به نوره هم ادامه لري او راتلونکي کي به د نورو خصوصي پوهنتونونو څخه هم علمي لیدني وسي.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS