.هلمند پوهنتون کي د حق المبین سیالۍ د ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه
نن د هلمند پوهنتون د ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښې د الحق المبین کتاب سیالۍ ستاینغونډه، ددې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري ترسره سول، ، چي په کښې د پوهنتون مرستیالانو، د څانګو آمرینو، استادانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې مسؤلینو، محصلانو، طالبالعلمانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی وو.
غونډه د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازي مولوي حبیب الرحمن محیب رسول صاحب په وینا پیل سوه. نوموړي په خپلو خبرو کي د دې ډول فکري او علمي پروګرامونو دوام د اسلامي فکر د پراختیا او د اسلامي عقیدې د ټینګښت لپاره اړین وباله. هغه زیاته کړه، چي مسلمانان باید د ټولو باطلو ډلو په وړاندي باخبره اوسي. محیب الرسول صاحب، د اسلامي خلافت د تیر برم او عزت لنډ شالید بیان کړ، هغه د مسلمانانو د یووالي او د اسلامي خلافت د بیا احیاء لپاره پر ځوانانو د چمتوالي لپاره هڅونکې وینا هم وکړل.
وروسته د همدې پوهنتون استاد، مولوي نور احمد غزنوي صاحب خبري وکړې. نوموړي وویل، چي د فکري پوهني دا ډول سیالۍ او پروګروامونه د هیواد نوی نسل د اسلامي فکر په رڼا سمبالوي. هغه محصلان ته د اسلامي دورو تاریخونو مطالعې او چمتوالي په اړه مهمي سپارښتنی او تجربې وړاندي کړلې.
د غونډي په دوام کي د هلمند د ځوانانو چارو آمر مولوي سلطان محمد حنیف صاحب هم وینا وکړه، هغه ځوانان د ټولني با ارزښته شتمني وبلل، او زیاته یې کړه، چي په تاریخونو کي ټول انقلابونه د ځوانانو په توسط راغلي. هغه د ځوانانو د سالمي فکري روزني ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چي د ځوانانو په هڅونه کي باید ټوله فعاله ونډه ولرو.
د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت صاحب د غونډي په وروستي کي وینا وکړل. نوموړي د پوهنتون له لوري د فکري روزني او مهارت لوړاوي د روانو پروګرامونو پر موخو بحث وکړ. هغه ګډونوالو محصلانو ته د ورته سیالیو زیری ورکړ او له دوی یې په وغوښتل، چي په خپله فعالي ونډي دا برخه نوره هم رنګینه کړي.
په وروستۍ برخه کي، د فکري روزني سیالۍ ۲۰ تنه ممتاز ګډونوال د بری لیکونو او ډالیو په ترلاسه کولو سره ونازول سول. په یاده سیالي کي عبدالصبور د لومړي مقام ګټونکی وګرځېد، شهاب الدین دوهم، عبدالرحمن دریم، دوست محمد څلورم او محمد میلاد پنځم مقام خپل کړ. چي د دوی د ستایني په پار د لومړي او دوهم مقام ګټونکو ته لپ ټاپ کمپیوټرونه، دریم او څلورم مقام ګټونکو ته الفجر ساعتونه او پنځم مقام ګټونکو ته کالي او نور ارزښتمن توکي د ډالۍ په توګه ورکړل سول.
باید وویل سي، چي د دې فکري روزني سیالۍ ازموینه څو ورځي وړاندي د هلمند پوهنتون په انګړ کي، د همکارو ادارو د استازو په حضور کي، په پوره شفافیت سره ترسره سوې وه. چي پايلي یې نن د ستاینغونډي په مراسمو کي اعلان او بریالي ګډونوال رسمي وپیژندل سول.
غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېدل.
