.د معاصر تعلیم او اسلامي ارزښتونو ترمنځ همغږي په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۴
معاصر تعلیم

نن د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مسجد کي د معاصر تعلیم او اسلامي ارزښتونو ترمنځ همغږي، ستونزي او حل لاري تر عنوان لاندي یو ارزښتناک اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د سمینار پیل د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب وکړ، هغه د معاصر تعلیم پر ارزښت، د هغه له اسلامي ارزښتونو سره د همغږۍ اړخونه او د علم د واقعي مفهوم پر بیان تمرکز وکړ. نوموړي واضح کړه چي اسلام د علم دین دی او معاصر ساینس، تکنالوژي او اداري علوم هغه مهال ګټور دي، چي له اسلامي اصولو سره په ټکر کي واقع نه وي. هغه زیاته کړه، چي علم باید د انسان د خیر، نفعې او فکري روښانتیا وسیله وي.

مولوي صاحب د معاصر تعلیم په برخه کي یو شمېر داسي ننګوني هم یادي کړې، چي د اسلامي ټولنو پر فکري سلامتۍ یې منفي اغېزې کړي دي. د  دین او ژوند بیلوالي، د اسلامي اخلاقو نه پالل او د بې‌دینۍ یا پردیو افکارو تقلید هغه موارد وه، چي د اسلامي ارزښتونو او د فکري هویت د له ‌منځه ‌تلو سبب سوي دي.

هغه په  ټینګار سره وویل ‎، چي تعلیم باید د اسلامي اخلاقو، عقیدې، تقوا، عدالت، عفت او ټولنیزو ارزښتونو په رڼا کي ترلاسه سي، ترڅو یو متوازن، مفکر او مسؤل نسل وروزل سي.

سمینار په دعایې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۴۴
Background image

.د کرهڼي پوهنځي علمي او اداري فعالیتونه د معیارونو له مخي وارزول سول

د پوهنځیو د ارزونو په دوام کي نن سې شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب او مرستیالانو د ددې پوهنتون د کرهڼي  پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

.د هلمند پوهنتون اړوند د شرعیاتو پوهنځی ارزونه ترسره سوه

د پوهنځیو د ارزونو په دوام نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د پوهنځي اداري او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۷:۵
Background image

.هلمند پوهنتون کي محصلانو ته د بېړنیو پېښو د صحي مدیریت سمینار وړاندي سو

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي محصلانو ته د "بېړنیو پېښو صحي مدیریت" تر سرلیک لاندي معلوماتي سمینار وړاندي سو.

د سمینار موخه دا وه چي محصلان د ناڅاپي. . .

BACK TO NEWS