هلمند پوهنتون کي د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره دیني او علمي پروګرام د تنظیم په موخه غونډه دایره سوه!

helu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۹:۲۳
انځور
ورځ: شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۸/۱۱
د هلمند پوهنتون ریاست مقام کي د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره د دیني او علمي پروګرام د تنظیم په موخه غونډه دایره سوه، چي د یاد پوهنتون محترم ریس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن، مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید، علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست، استادانو او اداري مسولینو شتون درلود.
په دې غونډه کي د یاد پروکرام د لا ښه تنظیم او موثریت لپاره یې په بېلابېلو اړخونو بحث تر سره سو.
د یادولو وړ ده چي یاد پروګرام (چي درې ورځي به دوام ولري)، د نوموړو پوهنتونونو د استادانو په علمي او ديني برخه کي ګټور تمامېدلای سي.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۱
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS