د اکاډمیکو همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا په موخه د هلمند پوهنتون او ډایکندي د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ دوه اړخیزه تفاهم لیک لاسلیک سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۲:۲۱
هوکړه ليک

د دوه اړخیزه همکاریو تفاهم لیک د هلمند پوهنتون د رئیس شيخ مولوي حافظ محمد نسيم حقاني او ډایکڼدي د لوړو زده کړو مؤسسې  د رئیس انجینر محمد ناصر حنظله  ترمنځ د کوربه پوهنتون د رهبرۍ غړو د مالي او اداري چارو مرستيال ډاکټر سميع الله سعيد او د علمي چارو مرستيال پوهنيار محمد نعيم دوست او د انستو پوهنتون د اداري چارو مرستيال انجينر عزيزالله اماني په حضور کي لاسلیک سو.

د ياد رسمي تفاهم لیک  د لاسلیک په بهیر کي دواړو لوریو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړل، چي د نوموړي تفاهم لیک په اساس به  د پوهي او سرچینو تبادله ، د مشترکو څيړنیزو پروژو د پلي کولو او په ځانګړي ډول د اړوندو پوهنځیو علمي او اداري تجربو په ښه توګه شریکولو اسانتیا رامنځته سي.

د یادولو وړ ده، چي مخکي هم هلمند پوهنتون د اکاډمیکو همکاریو په موخه دوه اړخیزه تفاهم لیکونه د البیروني پوهنتون او فراه پوهنتون سره لاسلیک کړي دي.

هیره دي نه وي، چي د ډایکنډي د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس انجینر محمد ناصر حنظله، د انستو پوهنتون د اداري چارو مرستیال انجینر عزیزالله اماني په داسي حال کي چي د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال  داکټر سمیع الله سعید یې ملتیا کول،  د هلمند پوهنتون د اداري چارو،کمپیوټر لیب،کتابتون، لابراتوارونو او همدا راز د ګڼو نورو پروژو چي دا مهال یې کار روان دی، لیدنه وکړل.

یکشنبه

1402/11/15ه.ل کال

د عامه پوهاوي او نشراتو مديريت

تازه خبرونه

سه شنبه, سپتمبر 09 2025 2:49 PM
Background image

.د اهل سنت والجماعت عقيدې په اړه ديني او علمي سمينار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اهل سنت والجماعت د عقيدې په اړه ديني او علمي سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو، اداري. . .

سه شنبه, سپتمبر 09 2025 10:43 AM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د علمي مقالې لیکلو دوه ورځنی علمي ورکشاپ ترسره سو

د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز په تالار کښې، د مقالې لیکلو اړوند دوه ورځنی علمي ورکشاپ ترسره سو. په دې ورکشاپ کي د شرعیاتو پوهنځي استادان، د علماوو شورا استازي او د جهادي مدرسې عل. . .

سه شنبه, اګست 26 2025 4:28 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د دیني او اصلاحي مجلسونو د ارزښت او اغېزو په اړه سمینار ترسره سو

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د اسلام له نظره د دیني او اصلاحي مجلسونو د ارزښت او اغېزې تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي سمینار جوړ سو، چي په‌. . .

BACK TO NEWS