.هلمند پوهنتون کي د سلګونو محصلانو څخه د تعلیم الاسلام سیالۍ ازموینه واخيستل سوه

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۱:۵۶
تعلیم الاسلام

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۴ ه.ق

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د ۴۰۰ تنو محصلانو څخه د تعلیم الاسلام سیالۍ ازموینه واخیستل سوه. چي پر مهال یې د پوهنتون مسؤلینو او استادانو حضور درلود.

دغه سیالي د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري راپیل سوې، چي د سیالۍ د پرانیستي په مراسمو کي ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت ګډونوالو ته په وینا کي وویل، د دې پروګرام هدف د محصلانو د اسلامي پوهي لوړول او دیني زده کړو ته د هغوی د علاقې زیاتول دي. هغه زیاته کړه چي  داسي سیالۍ د محصلانو په فکري او علمي ودي کي مهمه ونډه لري.

نوموړي د بریالیو محصلانو د انعامونو په اړه وویل، چي ګټونکو محصلانو ته ګڼي جایزې، کمپیوټرونه او نور ارزښتناک شیان په نظر کي نیول سوي دي، چي بریالیو محصلانو ته به له اعلان وروسته وسپارل سي.

باید وویل سي، چي د دې سیالۍ د ترسره کولو بهیر په څو پړاوونو کي وو، لومړی محصلانو د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه او د پوهنتون له لوري د ماخذ په توګه ورته د تعلیم الاسلام کتاب ورکړل سو. چي د مطالعې د ټاکل سوي وخت وروسته د محصلانو څخه ازموینه واخیستل سوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه, جنوري 14 2026 4:13 PM
Background image

.د کشف الحال لپاره د متهمینو د بندي کولو د صلاحیت او بند د مودې په هکله ۸ ګڼه هدایت تشریح وړاندي سوه

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کښې د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۸ ګڼه فرمان د تشریح  سمینار ترسره سو، چي په کښې د متهمینو د بند، کشف‌الحال،. . .

سه شنبه, جنوري 13 2026 2:45 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۳۱م او ۴۸م ګڼه هدایتونو تشریح وړاندي سول

 

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د مشرتابه مقام ۳۱م او ۴۸م ګڼه هدایتونو د تشریح سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو او اړوندو. . .

سه شنبه, جنوري 13 2026 2:34 PM
Background image

.د تکبر، حسد او بغض د اضرارو په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

 

نن د هلمند پوهنتون په مسجد شریف کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د "تکبر، حسد او بغض" تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي. . .

BACK TO NEWS