.د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
ورکشاپ

د هلمند پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له لوري د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني اړوند درې ورځنی ورکشاپ د دې پوهنتون په د غونډو په تالار کي پیل سو.

په ورکشاپ کي د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسان، د څانګو آمرین او نور علمي غړي ګډون لري.

یاد ورکشاپ د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي تصویب سویو ۱۱ معیارونو پر تشریح تمرکز لري، چي وړاندي کوونکی یې د دې پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر پوهنیار جاهد احمد درانی دی. نوموړي د پيل په وینا کي د پخوانیو او نویو معیارونو تر منځ توپیرونه روښانه کړل او د نوو معیارونو اهمیت یې په بنسټیز ډول تشریح کړ.

ددې ورکشاپ موخه دا ده، چي د پوهنتون اداري او علمي غړي د کیفیت د تضمین په نويو میتودونو وپوهېږي او دا معیارونه په خپلو واحدونو کي تطبیق کړي.

په دې  ورکشاپ کي به ګډونوال د دغو معیارونو د پلي کولو عملي لاري چاري وپېژني، د هر معیار لپاره اړین اسناد او شواهد وپیژني او دا زده کړي به خپلو پوهنځیو او څانګو ته ولېږدوي.

باید یادونه وسي، چي دا ورکشاپ به د دریو ورځو په اوږدو کي د عملي تمرینونو، بحثونو او د نظرونو د تبادلې له لاري دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS