.د اقتصاد پوهنځی محصلانو ته د تهیه او تدارکاتو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۶
سمنیار

د هلمند پوهنتون اقتصاد پوهنځی د مسؤلینو په هلو ځلو، د دې پوهنځی محصلانو ته د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې استازي له لوري د تهیه او تدارکاتو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل سو، چي پر مهال یې د دې پوهنتون مسؤلینو او استادانو ګډون کړی وو.

ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پيل سو،

د ورکشاپ پیلیزه وینا د هلمند پوهنتون رئیس، الحاج شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب وکړل.

محترم ابو احمد صاحب په خپلو خبرو کي وویل چي، دغه ورکشاپ مهم او اړین دی، ځکه تدارکات د هري ادارې د شفافیت او سم مدیریت مهم رکن دی. هغه زیاته کړه، چي ځوانانو ته تر بل هر وخت ښه فرصتونه برابر سوي، محصلین زموږ په لاس کي امانت دي، موږ باید داسي فارغان ټولني ته وړاندي کړو، چي سبا د ټولني موجوده ستونزو ته عملي او مؤثري حل لاري پیدا کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کي، د کار ایجاد او نوښت د محصلینو د مسلکي پرمختګ لپاره یو بنسټیز اصل وباله او دوی یې و هڅول، چي باید ځانونه د راتلونکو مسؤلیتونو لپاره ښه چمتو کړي.

وروسته د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې استازي او د ارقامو د ارزوني او پروسس متخصص رحمت الله امین ورکشاپ پيل کړ.

نوموړي په پیل کي د ورکشاپ عمومي هدفونه تشریح کړل او محصلانو ته یې وویل، چي د تدارکاتو برخه د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او بازار اقتصاد د ښه مدیریت لپاره خورا مهم رول لري.

هغه په خپلو خبرو کي وویل: د تدارکاتو پړاوونه، د اړتیا پیژندني څخه نیولې بیا تر قرارداد او څار پوري، باید په مسلکي ډول مدیریت سي.

ښاغلي امین د تدارکاتي پلان جوړول، د ادارې لپاره د بوديجې د سم استعمال په اړه هم مهم معلومات وړاندي کړل.

باید وویل سي، چي د دې ورکشاپ په پاته دوو ورځو کي به د امارتي تدارکاتو په چوکاټ کي، د داوطلبانو د اهلیت معیارونه او د قراردادونو قانوني اړخونه، د قرارداد د فسخي شرائط، د قرارداد د فعالیتونو پلټنه او یو شمېر نور مهم موضوعات وړاندي سي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۶
Background image

.د اقتصاد پوهنځی محصلانو ته د تهیه او تدارکاتو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

د هلمند پوهنتون اقتصاد پوهنځی د مسؤلینو په هلو ځلو، د دې پوهنځی محصلانو ته د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې استازي له لوري د تهیه او تدارکاتو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل سو، چي پر مهال یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس د مشرتابه مقام د ۳ یمه ګڼه هدایت تشریح وړاندي کړه

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د فرمانونو د تشریح په لړ کي د ۳ يمي ګڼي هدایت تفصیلي تشریح وړاندي سوه. په دې علمي او دیني سمینار کي د پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۳۹
Background image

.هلمند پوهنتون کي  د اسلام له نظره د ځوان مسؤولیتونه په اړه سلګونو محصلانو ته تربیوي سمینار وړاندي سوي

 

د هلمند پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله مسجد جامع کي، د ښووني او روزني پوهنځی سلګونو محصلانو ته د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو مهم تربیوي سمینار وړاندي سو. 

په دې سمینار کي د. . .

BACK TO NEWS