د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار وړاندي سو

helmand@123
Sun, Oct 06 2024 3:49 PM
د پوهنتون پیژندني سمینار

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
 

نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې و جدید الشمول محصلینو ته د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو په حضور کي وړاندي سو

د هلمند پوهنتون رئيس شيخ الحدیث والتفسیر حافظ  مولوي محمد نسيم "حقاني" د سمينار د پيل وينا وکړه، هغه محصلانو ته د روان سمينار موخه بيان کړل

نوموړي و ويل: دا ورته د خوښۍ احساس ورکوي، چي د هيواد د نوي نسل د روزني په برخه کي مسؤليت لري. ښاغلي شيخ صاحب له محصلانو وغوښتل، چي د اسلام مبارک دين د ارشاداتو او لارښوونو سره سم ځانونه برابر کړي

ښاغلي حقاني صاحب د سمينار په بهير  کي محصلانو ته وويل: ټولنه تاسي ته سترګي په لاره ده، له بې ځایه وخت تیرولو ځانونه وساتئ او د پوهنتون او د دې  چاپيريال له امکاناتو څخه د خپلو استعدادونو په لوړولو کي بشپړه ګټه واخلئ

وروسته د همدې پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل حسن خان درمل محصلانو ته د پوهنتون پيژندني سمينار پيل کړ، هغه د هلمند پوهنتون د شاليد، پر مختګونو او تشکيلاتي پرسونل سربيره، د محصل د مسؤليتونو او نورو چارو په اړه  پوره معلومات وړاندي کړل

بيا د ياد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقيوم ذاکر صاحب  په خپلو خبرو کي دعوت او ارشاد هغه وجیبه وبلل، چي د ټولني هیڅ وګړی نه دی ترې مستغني او پر هر مسلمان لازمه ده، چي دې برخه کي خپل مسؤلیت اداء کړي

 نوموړي د دعوت او ارشاد ادارې  اهداف روښانه کړل، د ده په خبره د دعوت لاره ده چي زموږ ځوان محصلین د پردیو افکارو له تسلط څخه خوندي کوي  او د مسلکي زده کړو تر څنګ په فکري او عقیدوي علومو هم سمبالوي

هغه د همدې موخي لپاره د دعوت ارشاد له لوري د پیلېدونکي تدریس بهیر په اړه  محصلانو ته معلومات وړاندي کړل

ورپسې د همدې  پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ډاکټر سمیع الله سعید د نظم او ډسپلین کمیټې د رئیس په توګه دیادي کمیټې د دندو او چارو په اړه معلومات وړاندي کړل، له محصلینو یې وغوښتل ترڅو ټول هغه قواعد چي د نوموړي کمېټې له لوري دوۍ ته ټاکل سوي، تطبیق ته یې غاړه کښيږدي

د غونډي په وروستي کي د نوموړي پوهنتون استاد او د یادي کمېټې منشي پوهنیار نذیر احمد رښتیني ټول هغه قواعد او لایحه چي محصلان یې پر عملي کولو مکلف دي، محصلانو ته تشریح کړل

د یاد وني وړ ده چي د پوهنتون پېژندني تر سرلیک لاندي پیل سوی سمینار به دوې ورځي دوام وکړي او په نوبتي شکل به د بېلا، بېلو پوهنځیو محصلینو ته د یادي موضوع په تړاو بشپړ معلومات وړاندي سي

نننۍ غونډه د دعائیې وینا په ویلو سره پای ته ورسېده

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS