.له زده کړو وروسته د مسؤلیت پرېښودلو شرعي مکلفیت او ټولنیز زیان په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
Mon, Dec 01 2025 4:35 PM
مسؤلیت

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري له زده کړو وروسته له مسؤلیته پر شا کيدو شرعي ارزونه او ټولنیز تاوان پر  موضوع اصلاحي سمینار ترسره سو. دغه سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا وړاندي سو، چي په کښې ددې پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي همکارانو ګډون کړی وو.

د دعوت او ارشاد آمر  محترم مولوی عبدالقیوم ذاکر صاحب لمړی د موضوع په اړه یوه لنډه مقدمه وړاندي کړه، نوموړي ، د زده کړي بهیر شخصي چاره نه بلکي د ټولني ګډ امانت او مسؤلیت وباله. هغه وویل،  اداره د استادانو او کارکوونکو د لوړو زده کړو او ظرفیت لوړولو لپاره امکانات برابر کړي، په حقیقت کي لوی احسان او پراخ اعتماد ورباندي کوي. له همدې امله د دې احسان قدرداني، وفاداري او د مسؤلیت ساتنه هم شرعي مکلفیت او هم اخلاقي اړتیا ده.

محترم ذاکر صاحب علم امانت وباله او د الله جل جلاله دا قول یې بیان کړ، الله ج هر علم چي انسان ته ورکړی، هغه د ټولني د خیر او اصلاح لپاره امانت ګڼي. د دې علم پټول یا د خلکو د لارښووني لپاره نه کارول، د امانت خیانت دی.

مولوي ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي څرګنده کړه، چي ځیني کسان د ادارې د امکاناتو په مرسته خپل تحصیل بشپړوي، خو د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته د شخصي مقاصدو لپاره له ادارې څخه ځان جلا کوي او مسؤلیت پرېږدي، چي دا کار یوازي په اداره کي ستونزي  نه زېږوي، بلکي د شریعت له نظره د امانت او احسان د حق نه ادا کول بلل کيږي. هغه وویل چي د ادارې له لوري برابر سوي فرصتونه د ملت امانت دی او ورته  وفادار پاتي کېدل، د مسؤلیت اداء کول او د خلکو خدمت کول د هر فرد لازمه دنده ده.

په سمینار کي دا هم وویل سول، چي د مسؤلیت پرېښودل د ادارې د کادر د کمښت، د محصلینو د زده کړو د ضعیفېدو او د ټولني د پرمختګ د ورو کېدو سبب ګرځي. په داسي حال کي چي ټولنه او تعلیمي ادارې په دې وخت کي متخصصو، باصلاحیته او ژمنو کسانو ته جدي اړتیا لري.

د سمینار په پای کي وویل سوه، چي د زده کړو ریښتینی قدر هغه مهال څرګندیږي، چي انسان یې ثمره په خپله اداره او ټولنه کي وکاروي او  د ورکړل سوو فرصتونو وفاداري وکړي او د امانت مسؤلیت په اخلاص ادا کړي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS