د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو
نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.
په یاد ورکشاپ کي د هلمند پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست، د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو سربیره د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسساتو استازو هم ګډون درلود.
د ورکشاپ د پیل وینا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست وکړل، نوموړي د پوهنتونونو پر علمي چاپیریال باندي د تضمین کیفیت ارزښت او اغیز بیان کړ.
ورپسې راغلي پلاوي ښاغلي پوهنیار محمد آمین د روان ورکشاپ او د لوړو زده کړو په چوکاټ کي د کیفیت د تضمین پر مؤثریت او تاثیراتو بحث وکړ.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت استازو پوهنوال میر عظم الدین هاشمي او پوهنمل دوکتور محمد داؤد احمدزي له لوري ورکشاپ راپیل سو، چي د راتلونکي اوونۍ تر یکشنبې، د دریو ورځو لپاره به دوام و مومي.
د یادولو وړ ده، چي دا ډول لنډ مهاله ورکشاپونه څو ځله د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره په بیلا بیلو څانګو په ځانګړي ډول د تضمین کیفیت په برخه کي وړاندي سوي دي.
نېټه: ۱۴۴۵/۱۱/۱۵ ه.ق