د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۳۰
ورکشاپ

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د هلمند پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست، د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو سربیره د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسساتو استازو هم ګډون درلود.

د ورکشاپ د پیل وینا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست وکړل، نوموړي د پوهنتونونو پر علمي چاپیریال باندي د تضمین کیفیت ارزښت او اغیز بیان کړ.

ورپسې راغلي پلاوي ښاغلي پوهنیار محمد آمین د روان ورکشاپ او د لوړو زده کړو په چوکاټ کي  د کیفیت د تضمین پر مؤثریت او تاثیراتو بحث  وکړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت استازو  پوهنوال میر عظم الدین هاشمي او پوهنمل دوکتور محمد داؤد احمدزي له لوري ورکشاپ راپیل سو، چي د راتلونکي اوونۍ تر یکشنبې، د دریو ورځو لپاره به دوام و مومي.

د یادولو وړ ده، چي دا ډول لنډ مهاله ورکشاپونه څو ځله د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره په بیلا بیلو څانګو په ځانګړي ډول د تضمین کیفیت په برخه کي وړاندي سوي دي.

نېټه: ۱۴۴۵/۱۱/۱۵ ه.ق

تازه خبرونه

دوشنبه, اپرېل 20 2026 3:43 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د فکري روزني سیالۍ ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه.

نن ورځ د هلمند پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني (رح) د غونډو په تالار کي د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د یو لړ ځوانانو د ستایني مراسم ترسره سول.

دغه مراسم د هلمند پوهنتون،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۸
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۷
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

BACK TO NEWS