د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول
نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱
ورځ: یکشنبه
غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب او د پوهنتون د ګڼو پوهنځیو رئیسانو او اداري کارمندانو ګډون درلود، ددې پوهنتون په انګړ ترسره سول.
د غونډي د پیل وینا د علمي چارو مرستیال دوست صاحب راپیل کړل، نوموړي د وترنري پوهنځی لپاره عصمت الله ایثار د رئیس په توګه او د انجینري پوهنځی لپاره محمد صادق بُستی د رئیس په توګه و ګډونوال ته ور و پیژندل.
د علمي چارو مرستیال د غونډي پر مهال نوي ټاکل سوو رئیسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د خپلو مسؤلیتونو په ښه توګه د ترسره کولو او د نوښتونو د رامنځته کولو په برخه کي سپارښتني وکړلې او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړل.
ورپسې د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع الله سعید صاحب د نوي ټاکل سوو رئیسانو څخه وغوښتل، چي د زده کړیالانو د عملي کارونو د اجرا او ظرفیت لوړوني په برخو کي خپلي هڅي و نه درېغوي او د نوموړو سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړل.
په وروستیو کي غونډه د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.