اوسمهال د ښوونې او روزنې پوهنځي شاوخوا (۵۳۶) تنه زده کړیالان لري ،چې د (۴۳) تنو رسمي استادانو له خوا یې د تدریس چاري پرمخ بيول کېږي او ترڅنګ یې (۳) تنه اداري کارکوونکي او (۲) تنه خدماتی کارکونکی لري.
۱:ليرليد( Vision):
د لوړو زده کړو او پوهنتوني معیارونو او کړنلارو اړوند د درسي موادو معیاري کول د اکاډمیکو او اداري کړنو لاقوت، د ټولو داخلي پوهنتونونو او ورته پوهنځيو سره په درسي، اداري او اکاډمیکو چارو کې مثبته سیالي او ټولنې ته په کارپوه، مسلکي کادرونه وړاندې کول.
۲: رسالت Mission:
د پوهنځي علمي او اکاډمیک فعالیت لپاره د مناسب علمي او درسي چاپیریال چمتو کول، زده کړیالانو ته تفریحي او سپورتي زمینه او سهولتونه برابرول او په ټولو علمي ، اداري او ټولنیزو چارو کې ځانګړې کړنې ترسره کول.
۳:موخې Objectives:
د علم او پوهې انتقال په اغیزناکه توګه، ټولنې ته په وړتیا او پوهې سمبال کادرونه وړاندې کول، ساینس،ټکنالوژي، داخلي او نړيوالو ژبو ته قوت ورکول، په اداري چارو کې نظم او مناسبه چټکتیا رامنځته کول.
احصائيه |
استادان |
کار کوونکي |
|||
بستونه |
کادري |
افتخاري |
مامورين |
اجيران |
خدماتي کارمند |
د تشکيل له مخي |
۴۵ |
- |
۳ |
۱ |
۱ |
پر دنده |
۴۳ |
۳ |
۳ |
۱ |
۱ |