د ازموینو ملي ادارې وروستي مهم فعالیتونه

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۷
image
د ازموینو ملي ادارې وروستي مهم فعالیتونه
• د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د پوښتنو نوي بانک چمتو کول.
• په کانکور ازموینه کې د خارج مرز فارغانو لپاره د انګلیسي او عربي ژبې شاملول.
• د کانکور ازموینو وخت له دوه نیمو ساعتونو څخه څلورو ساعتونو ته زیاتول.
• د ګډونوالو لپاره د لارښود برنامو په لار اچول، ویډیو آموزشي کلیپونو جوړول، لارښود بروشرونو چاپ او ګډونوالو ته ویشل؛
• په افغانستان کې د کانکور نوي سیستم جوړولو باندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ کار پیلول؛
• په تېرو څو میاشتو کې د بېلابېلو اداراتو لپاره ګڼ شمېر ازموینې اخیستل.
• د ازموینو ملي ادارې لپاره د ازموینو پر یو جامع قانون کار پیلول.
• ازموینو ملي ادارې له لورې د خصوصي پوهنتونونو ازموینې اخیستل او اختصاصي کېدل او په دې برخه کې یو ځانګړی طرزالعمل جوړول.
• په طبي، ساینسي او ټولنیزو علومو برخو کې د کانکور ازموینې اختصاصي کېدو د طرحې جوړول او په راتلونکي کې د تطبیق لپاره چمتووالی نیول.https://www.facebook.com/nexagovaf

تازه خبرونه

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه شنبه, سپتمبر 29 2026 4:44 PM
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS