د انجنیري پوهنځۍ پیژندنه

د انجنیري پوهنځۍ پیژندنه

 

د انجنېرۍ پوهنځۍ د هلمند پوهنتون په چوکاټ کې د دريمې پوهنځۍ په توګه د پوهنتون تر تأسيس پنځه کاله وروسته په ۱۳۹۰ ل،ل کال کې د دوو څانګو (سېول او د اوبو زېرمو او چاپېريالساتنې انجنېرۍ) تأسيس؛ او په ۱۳۹۱ کال يې د ۹۵ محصلينو په درلودلو سره د لومړي ځل دپاره د سېول څانګې په تدريس پيل وکړ.

دغه پوهنځۍ ۱۵ تنه استادان لري چې يوه يې د دوکتورا تر کچې زده کړې بشپړې کړي، پنځه تنه يې په ترکيې، هندوستان، ايران او جاپان کې د دوکتورا په زده کړو او دوه تنه يې په جاپان کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي؛ شپږ تنه يې چې د پوهنځۍ تدريسي چارې پر مخ وړي، د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او يو تن يې چې اوس نوی مقرر سوی، تر ليسانس کچې زده کړې لري.

د تأسيس څخه تر اوو کلونو راوروسته، اوس د دې پوهنځۍ د محصلينو شمېر ۹۱۳ تنو ته رسېږي چې ۳۸ تنه يې د سېول د څانګې د لومړي پړاو فارغين دي، ۵۱ تنه يې د دوهم پړاو، ۶۳ تنه يې د دريم پړاو، ۸۶ تنه يې د څلورم پړاو او ۷۹ تنه يې د پنځم پړاو فارغين دي چې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې سوي دي. په ۱۳۹۹ تر ۱۴۰۰ زده کړييز کال کې د اوبو زېرمو او چاپيريالساتنې څانګې هم خپل تدريسي بهير عملاً پيل کړی چې اوس په دوو ټولګيو کې ۱۳۸ تنه زده کړيالان لري.

 

رسالت Mission:

د انجنېرۍ پوهنځۍ په خپلو دواړو څانګو (سېول او د اوبوزېرمو او چاپيريالساتنې انجنېري) کې هڅه کوي چې خپل زده کړيالان په لوړ کيفيټ و روزي ترڅو د ټولنې د بدلېدونکو اړتياوو د پوره کولو جوګه و اوسي. په علمي څېړنو کې ښه والی او پرمختګ د پوهنځۍ اړتيا او رسالت دی؛ نو له دې کبله پوهنځۍ په منظمه توګه د خپلو مهارتونو او کيفيت د لوړولو دپاره هڅې کوي.

پوهنځۍ د ښه زده کړييز چاپيريال د رامنځته کولو او د محصلينو او کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ او دوه اړخيز درناوي د رامنځته کولو کوښښ کوي. دا پوهنځۍ اخلاقي اعمالو او د ټولنې پروړاندې مسئوليت ته لومړيتوب ورکوي او هغه کلتور ته ژمنه ده چې زموږ په ټولنه کې اسلامي او ټولنيز اړخ ولري.

 

لیرلید

 

د انجنېرۍ پوهنځۍ هڅه کوي چې د ښې رهبرۍ پر مټ، د انجنېرۍ زده کړې، علمي څېړنې او ټولنيز چوپړونه د ملي او نړيوالو معيارونو سره سم پر مخ يوسي.

 

هدف

په ټولنیزو، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ساینسي برخو کي پر معياري کچه د برابرو علمي اومسلکي کادرونو روزل.

 

 

ارزښتونه

  • لوړ کیفیت
  • سالم او مؤثر مدیریت
  • د پوهنځۍ په ټولو چارو کې روڼتيا اودهرډول فساد مخنیوی
  • د ټولواسلامي اوبشري ارزښتونو درناوی
  • دهرډول تبعیض، تعصب، اوکرکې مخنیوی

 

موخي

ـ په پوهنځي کې د استادانو ظرفیت لوړولو ته وده ورکول.

ـ په ځان باندې بسنه، نوښت او ګډ کار کولو ته زمینه برابرول.

ـ ټولنې ته د داسې علمي کدرونو وړاندې کول ترڅو ملي اواسلامي ارزښتونوته درناوی ولري.

ـ د تدریس په برخه کي د نوي تکنالوجۍ څخه کاراخيستل دودول او د يادې تکنالوجۍ په مټ دتدریس د بېلابېلو او پرمختللو لارو څخه کار اخيستل ترڅو زده کړیالان په معیاري ډول سره وروزل سی.

ـ علمي څیړنو ته وده ورکول.