د هلمند پوهنتون استادانو او زده کړیالانو ته د Mendeley پروګرام اړوند ورکشاف وړاندي سو!

helmand@123
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۴:۳۴
image

د هلمند پوهنتون استادانو او زده کړیالانو ته د Mendeley پروګرام اړوند ورکشاف وړاندي سو!

ورځ: شنبه

نېټه: ۲۲/۷/۱۴۰۲

د هلمند پوهنتون د څېړونو آمریت په همکارۍ د پوهنيار عبدالوحید زیار لخوا د هلمند پوهنتون استادانو او زده کړیالانو ته د Mendeley پروګرام اړوند ورکشاف وړاندي سو.

ياد پروګرام چي د مأخدونو په ترتیب کي د نړۍ په کچه یو پېژندل سوی پروګرام دی، د څېړونکو او لیکوالولانو سره په معیاري ډول د لیکنو په مستند کولو (Citation) او مأخدونو په تنظیم کي پوره مرسته کوي.

پدې ورکشاف کي ګډونوالو ته د نوموړي پروګرام فعالول، د پروګرام کتابتون ته د علمي اثارو اضافه کول، په Word پروګرام کي د متن مستند کول (Citation) او د مأخدونو د لیست کولو طریقې په عملي بڼه وښودل سوې. ددې پروګرام د سترو ځانګړتیاوو څخه یو دا چي یاد پروګرام په بشپړ ډول وړیا دی او بل دا پروګرام تر فعالولو وروسته پرته له انټرنیټ څخه هم د کار اخیستني وړ دی.

د هلمند پوهنتون د علمي معاون په وینا دا ډول ورکشافونه کولای سي د څېړونکو سره د نړیوالو مقالو په لیکلو کي زیاته مرسته وکړي. د ورکشاف په وروستيو کي پوهنیار زیار د ورته اکاډومیکو پروګرامونو اړوند د ورکشافونو دایرولو لپاره خپل چمتووالی وښود.

 

 هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS