.د هلمند پوهنتون د کرني پوهنځی محصلانو فراه پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر تر سره کړ

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۶:۳۹
فراه

د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټيکلچر څانګې یو شمېر محصلانو د یادي پوهنځی د یو تن استاد د پوهنمل دوکتور شمس‌الدین وفا په مشرۍ، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د متقابلو تجربو د تبادلې په موخه، فراه پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سير تر سره کړ.

یاد علمي سير د فراه پوهنتون د غونډو په تالار کې د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو د پراخېدو په موخه د یوې ګډې ناستې په ترسره کېدو سره پیل سو.

په دې ناسته کي د فراه پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیال د هلمند پوهنتون له راغلي پلاوي څخه تود هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د ټول هیواد په کچه د سراسري امنیت له تامین سره، د پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکاریو پراخ فرصتونه رامنځته سوي، چې باید ترې اغېزمنه ګټه واخیستل سي.

وروسته، د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور شمس‌الدین وفا د هلمند پوهنتون علمي، اداري او فزیکي جوړښت، ليرلید، مأموریت، ستراتیژیکي موخي، د څېړنو او تدریس ساحې، علمي امکانات او نور اړوند موارد په مفصل ډول ګډونوالو ته تشریح کړل.

له دې وروسته د فراه پوهنتون د مسؤلینو له خوا د هلمند پوهنتون محصلان او استادان، د فراه پوهنتون د کرني پوهنځی، څېړنیز فارم، لابراتوارونو او نورو علمي څانګو ته د لیدني په موخه رهنمایي کړه.

 دغه راز د هلمند پوهنتون محصلینو د خپل سفر پر مهال، د فراه ولایت د الغرافه باغ، شنو خونو او تاریخي ځایونو څخه هم لیدنه وکړه او خپل دوه ورځنی علمي سير یې پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۳
Background image

هلمند پوهنتون کي د فکري روزني سیالۍ ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه.

نن ورځ د هلمند پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني (رح) د غونډو په تالار کي د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د یو لړ ځوانانو د ستایني مراسم ترسره سول.

دغه مراسم د هلمند پوهنتون،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۸
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۷
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

BACK TO NEWS