د ښووني او روزني پوهنځي د ګڼو څانګو د ۱۵۰ زده کړيالانو د پايليکونو دفاع پيل سول

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۶:۱۱
ښووني او روزني پوهنځي پایلیکونه

نېټه ۱۴۴۵/۱۱/۷ ه.ق کال

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د زده کړیالانو د مونوګرافونو/پایلیکونو دفاع لړئ د یوې غونډي په ترڅ کي پیل سول.

یاده غونډه چي د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي وه، د هلمند پوهنتون رئیس الحاج شیخ حافظ محمد نسیم حقاني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال  ښاغلي ډاکټر سمیع الله سعید په ګډون د ګڼو پوهنځیو ريسانو، استادانو او اداري کارمندانو په شتون کي دښووني او روزني  پوهنځي  بیلابیلو څانګو زده کړیالانو د پایلیکونو د دفاع لړۍ پیل سول.

د غونډي په بهير کي د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ حقاني صاحب  زده کړیالانو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: (( چي د دندي ترلاسه کولو لپاره د زده کړي کول معیار ونه ګرځوي، بلکي د اسلام او هیواد ته د چوپړ او پرمختګ په هیله خپلو استعدادونو ته وده ورکړئ. هغه وویل، با ظرفیته ځوانان دي، چي ټولنه یې د پرمختګ لپاره ځانته جذبوي.

نوموړي زیاته کړه، چي د دولت د هڅو لمړی معیار د اسلامي ټولني د جوړښت سره سره د استعداد لرونکو ځوانانو روزنه او وده ده. په همدې حال کي یې د علومو ارزښت ته په اشاره وویل، لکه څنګه چي، رڼا ده، چي تیاري له منځه وړي، علوم دي، چي هیواد د ځان بسیایني لور ته په خوځښت راولي.))

ورپسې د نوموړي پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي رئیس  ښاغلي پوهنمل وحیدالله امیري د اسلام له نظره د څېړني پر ارزښت خبري وکړې  او د نړۍ د هیوادنو د پرمختیا لوی راز یې تحقیقات وبلل.

تر ویناوو وروسته د څېړنو-پایلیکونو د دفاع ټولګه پیل سول، چي د یاد پوهنځي د پښتو او انګلیسي ژبي او ادب، فزیک، کیمیا، ریاضي او بیولوژي څانګو زده کړیالانو خپل تحقیقي راپورونه په نوبت سره وړاندي کړل او د نن غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۲۶
Background image

.د هلمند پوهنتون له لوري په لښکرګاه کي د نشه یي توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس لوحې نصب سوې

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹ ه.ق

هلمند پوهنتون په لښکرګاه ښار کي د "له نشه يي توکو پاک افغانستان" ملي کنفرانس لوحې نصب کړې، چې دغه اقدام د پوهنتون لخوا د یوې ستري ټولنیزي مبارزې په موخه ترسره سو.

 . . .

سه شنبه, نوومبر 19 2024 3:10 PM
Background image

.په هلمند پوهنتون کي د استاد د مسؤلیتونو په اړه اصلاحي سمینار وړاندي سو


۱۷/۵/۱۴۴۶ ه.ق

نن سې شنبه، د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استاد مسؤلیتونو تر سرلیک لاندي یو اصلاحي سمینار وړاندي سو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

زراعت او مالدارۍ وزارت اړوند د افغانستان د زراعتي څېړنو د انستیتوت عمومي رئیس د هلمند پوهنتون له رئیس او استادانو سره لیدنه وکړه

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۴ هـ ق

د افغانستان د زراعتي څېړنو د انستیتوت عمومي رئیس الحاج مولوي نصرت الله "طلحه" او ورسره مل پلاوي د هلمند پوهنتون له رئیس شيخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسیم "حقاني". . .

BACK TO NEWS