زده کوونکو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازمویني د څرنګوالي په اړه پوهاوی ورکړل سو.
نېټه:۱۴۴۵/۱۲/٢٦ ه.ق
نن سې شنبه د هلمند پوهنتون په تدریسي ټولګیو کي زده کوونکو ته د کانکور ازمویني په اړه د پوهاوی ۲ ورځني ورکشاپونه را پیل سول.
سږ کال شاوخوا 1800 تنو زده کوونکو هلمند ولایت کي دولتي کانکور ازمویني ته نوملیکنه کړې، چي نن یې د بایومټریک کولو چاري را پیل سوې.
یادو زده کوونکو ته د هلمند پوهنتون د استادانو او اداري همکارانو له لوري د کانکور بریالۍ ازمویني په اړه هر اړخیزه پوهاوی ورکړل سو، چي یاده لړۍ به سبا تر چهارشنبې پوري دوام پیدا کړي.
د خوښي پوهنځي ټاکل، پوښتونو ته سم ځوابونه ورکول، په فورمونو کي دقت، او په ازموینه کي له تخطیو ځان ژغورنه هغه مسایل وه، چي زده کوونکو ته روښانه سول.
د یادولو وړ ده، چي د هلمند ولایت د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور ازموینه به د پنج شنبې او جمعه ورځو کي د مرکز څخه راغلو پلاوؤ او د هلمند پوهنتون استادانو له لوري د ياد پوهنتون په انګړ کي اخیستل کیږي.