زده کوونکو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازمویني د څرنګوالي په اړه پوهاوی ورکړل سو.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۷:۱۳
کانکور لارښود

نېټه:۱۴۴۵/۱۲/٢٦ ه.ق

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون په تدریسي ټولګیو کي زده کوونکو ته د کانکور ازمویني په اړه د پوهاوی  ۲ ورځني ورکشاپونه را پیل سول.

سږ کال شاوخوا 1800 تنو زده کوونکو هلمند ولایت کي دولتي کانکور ازمویني ته نوملیکنه کړې، چي نن یې د بایومټریک کولو چاري را پیل سوې.

یادو زده کوونکو ته د هلمند پوهنتون د استادانو او اداري همکارانو له لوري  د کانکور بریالۍ ازمویني په اړه هر اړخیزه پوهاوی ورکړل سو، چي یاده لړۍ به سبا تر چهارشنبې پوري دوام پیدا کړي.

د خوښي پوهنځي ټاکل، پوښتونو ته سم ځوابونه ورکول، په فورمونو کي دقت، او په ازموینه کي له تخطیو ځان ژغورنه هغه مسایل وه، چي زده کوونکو ته روښانه سول.

د یادولو وړ ده، چي د هلمند ولایت د ۱۴۰۳ لمریز کال د  کانکور ازموینه به د پنج شنبې او جمعه ورځو کي د مرکز څخه راغلو پلاوؤ او  د هلمند پوهنتون استادانو له لوري د ياد پوهنتون په انګړ کي اخیستل کیږي.

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS