نن دوشنبه، ۲۶ / ۴ / ۱۴۰۲ نېټه هلمند پوهنتون درې ورځنی علمي او څېړنیز معلوماتي ورکشاپ پای ته ورسېد.

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۲۰
image
نن دوشنبه، ۲۶ / ۴ / ۱۴۰۲ نېټه هلمند پوهنتون درې ورځنی علمي او څېړنیز معلوماتي ورکشاپ پای ته ورسېد.
د ورکشاپ په دريمه ورځ لومړۍ موضوع (د مقالو لپاره د علمي ژورنال انتخابول، ځیني علمي ژورنالونه لکه: Elsevier, Emerald, Web of science) تر سرلیک لاندي د ښاغلي استاد پوهنیار سید عبد الوهاب سیدي صاحب له لوري وړاندي سوه، چي په یاده موضوع کي یې هر اړخیزي خبري وکړې، همدا راز د یوې ښې مقالې اړین مواد باید څه وي او له کومو غلطیو باید د مقالې په لیکلو کي ډډه وسي، اړین معلومات د ورکشاپ ګډونوالو ته وړاندي کړل.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کي د (پوهنتون د استادانو د علمي ترفیع شرایط او څرنګوالي) تر سرلیک لاندي موضوع د ښاغلي استاد پوهنیار محمد قاسم عادل صاحب له لوري وړاندي سوه.
نوموړي د استاد لپاره د علمي ترفیع د چمتووالي پر کړنلاره، د علمي تحقیق (اثر) په علمي ژورنال کي نشرول، په افغانستان کي د علمي ترفیعاتو مصطلحات او د علمي ترفیعاتو د مهمو شرایطو په اړه مهم توضیحات وړاندي کړل.
د موضوعاتو تر وړاندي کولو وروسته د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د جاج اخیستني او ګډونوالو ته د وروستي پیغام ورکولو په موخه لنډه وینا وکړه او ګډونوالو هم خپل اړوند وړاندیزونه او نظریات ورسره شریک کړل.
یاد ورکشاپ د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی دروند استاد شیخ الحدیث و التفسیر مولوي غلام نبي حامدي صاحب د دعاء په کولو پای ته ورسېد.
نشراتو كمېټه

تازه خبرونه

یکشنبه, جنوري 18 2026 4:14 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د امام محمد رحمه الله دیني جامعې د لومړۍ دورې ۲۵ تنه متخصصین فاضلان فارغ سول

نن د هلمند پوهنتون د امام ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښي د امام محمد رحمه الله دیني جامعې له لوري د افتاء او قضاء څانګو څخه د لومړۍ دورې د ۲۵ تنه فاضلانو د فراغت په ویاړ. . .

یکشنبه, جنوري 18 2026 4:11 PM
Background image

.راغلي پلاوي د مسلکي پرمختیا مرکز د چارو د نظارت او ارزونه ترسره کړل

 

نن یکشنبه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو ریاست اړوند د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړاوي آمریت څخه راغلي دوه کسیز پلاوي، چيمشري یې د یاد آمریت آمر. . .

چهارشنبه, جنوري 14 2026 4:13 PM
Background image

.د کشف الحال لپاره د متهمینو د بندي کولو د صلاحیت او بند د مودې په هکله ۸ ګڼه هدایت تشریح وړاندي سوه

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کښې د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د ۸ ګڼه فرمان د تشریح  سمینار ترسره سو، چي په کښې د متهمینو د بند، کشف‌الحال،. . .

BACK TO NEWS