هلمند پوهنتون کي د لمانځه د اقامې په اړه د أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان او توصیو سمینار پیل سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۴:۲۷
شيخ مولوی عبدالهادي حلیم

نېټه: 1446/2/23 هـ .ق
 

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لمانځه د اقامې په هکله  د عالیقدر أمیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د فرمان او توصیو  د تشريح اړوند  مهم سمینار د ۳ ورځو لپاره پيل سو.

په دې سمينار کي  د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

د پيل وينا کي د هلمند پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ حافظ مولوي محمد نسيم حقاني له ټولو ګډونوالو  وغوښتل، چي د أميرالمؤمنين حفظه الله  فرمانونه او توصيې پر ځانونو تطبیق کړي.

وروسته د هلمند پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ استاد محترم شيخ مولوي عبدالهادي حليم د أمير المؤمنين شيخ القرآن و الحديث مولوي  هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د لمانځه د اقامې  فرمان چي  په 4 مادو او 10 توصيو کي وو، ګډونوالو ته لمړۍ برخه وړاندي کړه.

د فرمان لمړۍ ماده، اولي فقرې کي  راغلي، چي په جماعت سره د لمانځه اقامه کول شرعاً واجب او د جماعت تارک د تعزیر مستوجَب دی. دوهمه فقره کي لیکل سوي، چي د وزارتونو او امارتي ادارو منسوبین او مسؤلین شرعاً مکلف دي، چي دلمانځه پابندي او په جماعت سره یې اقامه وکړي. دوهمه ماده کي ویل سوي، چي  د تارک جماعت د تعزیر په هکله د اړوندي ادارې مسؤل موظف دی.

په پاته نورو مادو کي د ارشاد، حج اوقافو وزارت مکلفیتونو ته اشاره سوې او وړاندي لیکل سوي، چي دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي له ضمیمې سره یو ځای خپور سي.

د یادولو وړ ده، چي د أمير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان او توصيو پاتي برخي به د را روانو دوو ورځو په بهیر کي ګډونوالو ته بشپړ تشریح سي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۴۶
Background image

.هلمند پوهنتون د نشه‌ يي توکو د مخنیوي ملي کنفرانس ته کوربه ‌توب کوي

له نشه توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس د نږدې کېدو په درشل کي، چي د هلمند پوهنتون له لوري د عامه پوهاوي په پار د ښار په ګڼو ساحو کي تبلیغاتي لوحې نصب سوې.

دغه ملي کنفرانس به د روان کال. . .

سه شنبه, اکتوبر 14 2025 4:50 PM
Background image

استاد او د فکري مصؤنیت مسؤلیت په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو روزنیز او اصلاحي سمینار د استاد او فکري مصؤنیت مسؤلیت تر سرلیک لاندي تر سره سو.

دغه سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي. . .

سه شنبه, اکتوبر 07 2025 3:25 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي د علم او اخلاقو همغږي تر عنوان لاندي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد شریف کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د علم او اخلاقو همغږي تر عنوان لاندي دیني سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کار کوونکو. . .

BACK TO NEWS