.په عباداتو کي د ادابو او اخلاقو  د مراعات په اړه اصلاحي سمینار ترسره سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۵
آداب او اخلاق

 

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي ارشاداتو له مخي په عباداتو کي اداب او اخلاق د مراعات  تر سرلیک لاندي يو اصلاحي  سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. 

سمینار د دعوت ارشاد آمر مولوی عبدالقیوم ذاکر صاحب په وینا پیل سو، نوموړي وویل: دا د شکر ځای دی چي په اسلامي ټولنه کي ژوند کوو، خو اوس هم  په لارو او جوماتونو کي د یو شمېر ځوانانو له لوري د عباداتو آداب او اخلاق نه مراعتیږي، چي دا د اندېښنې ځای دی.

ښاغلي ذاکر صاحب د اسلامي نصوصو په استناد وویل، چي عبادت يواځي ظاهري عمل مه بولئ، په دې عمل کي پر ظاهري پاکۍ سربېره، د نیت د پاکوالي، تقوا او ادب په منځ کي د عبادت حقیقي ارزښت پروت دی، هغه وړاندي زیاته کړه، مسلمان ته پکار ده، چي  جومات ته د تګ په وخت کي له نامناسبو خبرو ځان وساتي او د عبادت ځای ته د درناوي په روحيې قدمونه واخلي، ترڅو د پوره اجر څخه برخمن سي.

نوموړي وویل: ګډونوال دي په ټولګیو او کورونو کي د عباداتو د أدابو او اخلاقو په ځانګړي ډول د آذان د احترام، د خطبې د اورېدو پر مهال د چوپتیا، د صفونو د برابر ساتلو، د لمونځ د وختي ادا کولو او د عباداتو پر مهال د تضرع او ادابو د مراعات ارزښت په ډاګه کړي.

 ښاغلي ذاکر صاحب په جومات کي د نورو مزاحمت او د دنیاوي خبرو یادول په اصل کي د عبادات ادابو ته نه پاملرنه وګڼل، نوموړي ګډونوالو ته وویل،  چي مسلمان باید د عبادت پر مهال د ادب،  تضرع او اطاعت ښکاره مثال وي، ځکه چي ادب د عبادت د قبلېدو له مهمو شرطونو څخه شمېرل کېږي.

هغه په دې برخه کي د استادانو رول مهمه وباله او د دوۍ څخه یې وغوښتل، چي د خپل درسي محتویاتو ترڅنګ د عباداتو د أدابو او اخلاقو په اړه هم محصلینو ته پوهاوی ورکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه, جنوري 07 2026 4:48 PM
Background image

.د غصب د مخنیوي په اړه د مشرتابه مقام ۴۳م هدایت تشریح سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د شخصي ځمکو د غیري قانوني تصرف او غصب د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله‌ و رعاه د ۱۴۴۰/۹/۱ نېټې د ۴۳. . .

چهارشنبه, جنوري 07 2026 4:45 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

نن ورځ چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ /لحدیث و /لتفسیر مفت.ي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون د رهبرۍ سره، پر یو لړ مهمو علمي موضوعاتو بحث وکړ.. . .

سه شنبه, جنوري 06 2026 4:51 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

BACK TO NEWS