په هلمند پوهنتون کي د زرګونو علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني ازموینه ترسره سوه!

helu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۸:۳۴
Image

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۱۰/۱۱
 هلمند پوهنتون  نن د علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني په پار زرګونو علماءو د ازمویني کوربه و، چي د یادي ازمویني په افتتاحیه مراسمو کي د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی  رئیس مولوي اسد الله فرید صاحب،
د ازموینو ملي ادارې مشر رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالب.ا.قــي حق...ـــانــي صاحب،
 د لوړو زده کړو وزارت د اسنادو ارزوني محترم رئیس مولوي غوث الدین خالد، د کندهار پوهنتون محترم رئیس مولوي اکرم شاه اغا صیب، د امام النخعي جامعې رئیس قاضي صادق صیب، د امام النخعي جامع مشر استاد مفتي سعدت الله صیب، د هلمند ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، هلمند پوهنتون، پوهني ریاست او فقهي مجالسو مسؤلینو ګډون کړی وو.

 په پیل کي د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال سمیع الله (سعید اغاجان) پیلیزه وینا وکړه، نوموړي تر ښه راغلاست وروسته د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چي هلمند ته یې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست منظور کړ او همدا راز یې د علماءو د سندونو د ارزوني په برخه کي د لوړو زده کړو وزارت او امتحاناتو ملي ادارې د ځانګړې پاملرني او همکارۍ شکریه ادا کړه.

د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست لوی رئیس مولوي اسدالله فرید صاحب بیا د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د هلمندي ولس سرښندني او ستړیاوي وستایلې او له ګډونوالو یې و غوښتل چي په علمي برخه کي هم نړۍ ته داسي ماته ورکړي لکه څنګه چي یې په فوځي ډګر کي د ماتي شاهدان یو.
نوموړي هلمندي علماءو ته وعده ورکړه چي همیشه به د خپلو علماءو په څنګ کي وي او هر ډول همکارۍ او خدمت ته یې چمتو وو.

د ازموینو د ملي ادارې محترم رئیس شیخ الحدیث مولوي  عبدالباقـــي حقانی صاحب هم په خپل وار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه : چي موږ د هیواد د دفاع لپاره ښوونځي او پوهنتون ته اړتیا لرو.
 افغانستان به په علمي برخه کي له نړۍ سره سیال کړو، علماء به خپل نظام ساتي او د ولس اړتیاوي به پوره کوي.
نوموړي زیاته کړه چي د نوري نړۍ سره د سیالۍ لپاره عصري او ساینسي زده کړي اړیني دي ترڅو چي په عصري زده کړو سمبال اشخاص هیواد کي و نه روزو نو دې هدف ته رسېدل نا ممکن دي نو زموږ هڅه به دا وي چي هم په دیني او هم په عصري او تخنیکي برخو کي خپل ولس ته خدمات وړاندي کړو او د نورو له احتیاجه یې خلاص کړو.

ورپسې د هلمند ولایت امنیه قومندان الحاج مولوي عبدالحکیم مبارک صاحب د هلمندي مسؤلینو او علماءو په استازولۍ ګډونوالو ته وینا وکړه او ویې ویل: د لوړو زده کړو قدرمند وزارت رهبرۍ او راغلي پلاوي څخه  مننه کوو چي هلمند ته یې تشریف راوړی او دلته یې زموږ د علماءو د ازمویني لپاره په ارام محیط او د سکون په  فضا کي ازموینه برابره کړې او له امنیتي سرتېرو یې هم مننه وکړه چي د امنیت او نظم په برخه کي یې د اړونده مسؤلینو سره همکارې نده دريغولې.
غونډه د کندهار پوهنتون د ریس مولوي اکرم شاه اغا عاصم په دعا وینا پای ته ورسېده، چي وروسته د ازموینو د پاڼو صندوق پرانیستل سو، او ازمویني ته چمتوالی پیل سو، چي د لوړو زده کړو وزارت او ازموینو ملي ادارې لوړو پوړو مسؤلینو د ازمویني له صحنو څخه له نژدې لیدنه وکړه، او په یاده ازموینه کي یې له ګډون کوونکو علماوو سره له نژدې خبري هم وکړې، ددوی ستونزي او وړاندیزونه یی واورېدل. او د امکان تر بریده یې ددوی د ستونزو د حلولو ډاډ ورکړ.

وروسته د علماوو د سندونو د ارزوني په موخه ازموینه پیل سوه چي د  راغلي لوړ رتبه پلاوي په مستقیمه څارنه او د هلمند پوهنتون له مسؤلینو سره په همغږۍ، نوموړې ازموینه په شفافه او صمیمانه فضاء کي واخیستل سوه.
نشراتو کمېټه

تازه خبرونه

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:48 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:47 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:34 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان د توضیح سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ټولنیز پوهاوي په موخه د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ګډون. . .

BACK TO NEWS