.په هلمند پوهنتون کي د قوریه دارانو لپاره د عصري کرهڼي او نیالګیو مدیریت روزنیز سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۴۶

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د زراعت ریاست استازو او خصوصي قوریه دارانو ته د نیالګیو د روزني، بسته بندۍ او مارکېټ ته د عرضه کولو په اړه یو ورځنی سمینار وړاندي سو.

په دې روزنیز سمینار کي چي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، د زراعت ریاست غړو او د دې ولایت د نیالګیو روزونکو اتحادیې استازو ګډون کړی و. سمینار د زراعت پوهنځي د باغدارۍ څانګي استاد، پوهنمل شمس الدین وفا له لوري پیل سو.

ښاغلي استاد وفا د مارکېټ د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره دا تشریح کړه، چي څنګه نیالګي په نوي او مسلکي بڼه کښېنوو، ترڅو ښه حاصل ورکړي او بیا څنګه دغه نیالګي بازار ته د لېږد لپاره په مناسب ډول را وباسو، تر څو ریښې یې زیانمني نه سي.

همدارنګه نوموړي وویل، د بسته بندۍ پر مهال باید له عصري میتودونو څخه استفاده وسي، په همدې بهیر کي یې پر یادو کړنلارو تشریحي معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چي د دې مېتودونو په تطبیق سره کولای سو، حاصلخېزه نیالګي تولید کړو او منظمه بسته بندي دا مرسته کوي، چي نیالګي پرته له کوم زیان او زحمت په سالمه توګه بازار ته ولېږو.

د باغدارۍ څانګي استاد ټینګار وکړ، چي د عنعنوي زراعتي سیستم پر ځای دي عصري زراعتي سیستم ته پام وسي. د نوموړي په باور عصري مېتودونه د حاصلاتو د ښه والي، د اوبو او زراعتي ځمکي د سپما او بازار ته د نیالګیو د مناسبي عرضې سبب کيږي.

د سمینار په وروستي برخه کي د هلمند پوهنتون رئیس شی/خ |لحدیث و التفسیر مفت\ي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د کرهڼي او نیالګیو د ارزښت په اړه د اسلام د مبارک دین له نظره ګډونوالو ته معلومات ورکړل. هغه وویل چي کرنه د بشر د بقاء لپاره اساسي رول لري او دیني لارښووني هم د زراعت او شنه چاپیریال ارزښت ته اشاره کوي.

نوموړي د زراعت د پرمختګ او نوي عصري مېتودونو د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او قوریه داران یې وهڅول، چي د زراعت عصري مېتودونو سره ځانونه بلد کړي او په خپلو کرهنيزو چارو کي یې تطبیق کړي.

دغه راز ښاغلي ابو احمد له ګډونوالو وغوښتل، چي پخوانۍ بې پایلي طریقې پرېږدۍ او په دې برخه کي د فني ماهرینو په مشوره ګامونه واخلۍ.

د سمینار په پای کي ګډونوالو خپل نظریات او پوښتني مطرح کړې، چي د استاد له لوري ورته تشریحي ځوابونه ورکړل سوه.

 

تازه خبرونه

سه شنبه, جنوري 06 2026 4:51 PM
Background image

.د مشرتابه مقام ۴۹م هدایت تشریح ترسره سوه

 

ن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د درې ګونو محکمو وروسته د قصاص او حدودو په تطبیق کي، د  مشرتابه د اجازې اخیستلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۴۲
Background image

.د روحي فقر پر زیانونو او حل‌ لارو علمي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي جومات کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د روحي فقر په اړه یو علمي او اصلاحي سمینار د ترسره سو، چي پر مهال یې د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

هلمند پوهنتون کي د ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.

نن  د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد شریف کي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون همکارانو ته د "ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندي یو مهم او اصلاحي. . .

BACK TO NEWS