په هلمند پوهنتون کي د څېړنیز راپور او علمي مقالې لیکلو دوه ورځنی لارښود ورکشاپ پیل سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۱:۱۶
د علمي مقالې لیکلو لارښود

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۴ هـ ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې د ښووني او روزني پوهنځي د استاد له لوري، د څېړنیز راپور او علمي مقالې لیکلو دوه ورځنی لارښود ورکشاپ پیل سو، چي پر مهال یې استادانو او محصلانو حضور درلود.

یاد ورکشاپ د ښووني او روزني پوهنځي د رئیس پوهمنل وحیدالله "امیري" په وینا پرانیستل سو. ښاغلي اميري د څېړني د اهمیت په اړه وینا وکړه او د علمي تحقیقاتو د پرمختګ په اړه یې خپل نظر شریک کړ. نوموړي زیاته کړه، چي څېړني د علم روح بلل کیږي او په دې باید پوه سو، چي لاسته راغلي پايلي او موندني څنګه له نورو سره شریکي کړو، چي دا هر څه د یو علمي چوکاټ په اساس کیږي او د همدې علمي چوکاټ د پوهېدو لپاره مو دا ورکشاپ را پیل کړی دی.

وروسته ورکشاپ د ښووني او روزني پوهنځي د فزیک څانګي استاد پوهنیار احمد ظاهر "احمدي" لخوا پیل سو. استاد احمدي په ورکشاپ کي د علمي مقالې لیکلو اصول او د څېړنیز راپور جوړولو مهم ټکو په برخه کي لکچر وړاندي کړ او  ګډونوالو  ته يې وښول چي څنګه کولی سي خپلي څېړني په سم او منظم ډول په راپور او مقالو کي وړاندي کړي.

هیره دي نه وي، چي یاد ورکشاپ به د سبا یکشنبې په ورځ هم دوام  ولري او په کښي به د معیاري علمي لیکني تګلاري او یو شمېر نورو موضوعاتو باندي بحث وسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۴۱
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS