په هلمند پوهنتون کي د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدونکي کادري روغتون کمپلیکس د سروې او ډيزاین چاري پیل سوې

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۵:۵۱
پروژه

۱۴۴۶/۸/۴ هـ ق کال

د لوړو زده کړو وزارت په هدایت د سروې او مهندسۍ ټېم، چي مشري یې د پولتخنیک پوهنتون د مهندسۍ څانګي استاد پوهندوۍ دوکتور محمد جواد نیازي کول، له کابل څخه هلمند ولایت ته تشریف راوړ او د هلمند پوهنتون ریاست مقام کي یې د پوهنتون له ریس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابواحمد او رهبرۍ سره ناسته ترسره کړه.

راغلي پلاوي د هلمند د ښاروالۍ، ښار جوړولو او عامي روغتیا ریاستونو له مسؤلینو سره په اړوند ریاستونو کي د پوهنتون د مرستیالانو ډاکتر سمیع الله سعید او پوهنیار محمد نعیم دوست په حضور کي د هلمند پوهنتون لپاره د کادري روغتون د پلان، د ښاري تفصیلي پلان او د معیاري روغتیايي خدماتو په اړه  تفصیلي خبري اتري وکړې.

په دې ليدنو کي نوموړو د لښکرګاه ښار کي د متخصصو ډاکټرانو سره هم ناستي وکړې، چي د روغتون د جوړېدو پر اړتیاوو او د معیاري خدماتو د وړاندي کولو پر څرنګوالي یې نظرونه سره تبادله کړل او همداراز د پلاوي لخوا د کادري روغتون د سیمي " جي. پي. ایس " نقطې هم ثبت سوې.

دا پروژه چي د ۱۷۴ میلونه افغانیو په ارزښت څو میاشتي وړاندي منظوره سوې، د  اړونده مبلغ  لګښت یې د ۱.۱.۱  د انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي او ټولي  چاري به یې د ۱۴۰۵ مالي کال تر پایه تکمیل سي.

د کادري روغتون  سره سره به طب پوهنځۍ تدریسي اطاقونه، داخلي مسجد شریف لابراتوارونه، پارکینګ، اشپزخانه، طعام خوری، درملتون، کفتریا شنه ساحه او نور اړین محلونه ولري، چي د هلمند پوهنتون د محصلینو لپاره به نوموړی روغتون د طبي زده کړو یو مهم علمي مرکز وي او محصلین به  په راتلونکي کي عملي زده کړي په کښې ترسره کوي او د هلمند اوسیدونکو ته به باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندي کیږي.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS