هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۳ کال کانکور ازمویني د څرنګوالي په اړه سمینار وړاندي سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۲:۳۴
کانکور

نن یکشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي  د ۱۴۰۳ کال کانکور ازمویني لپاره د زده کوونکو د چمتوالي سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار د هلمند پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست له لوري وړاندي سو، چي په کښې د یاد پوهنتون استادانو او کارمندانو ګډون درلود.

د سمینار په لړ کي  د کانکور د ازمویني په اړه تخنیکي معلومات، د کانکور د ورځي لازم مواد او د پوهنځي د انتخاب لپاره لازمي لارښووني د نوموړي پوهنتون د ازمويني د کميټې غړو ته  وړاندي سول.

دیادولو وړ ده، چي د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازموینه د رواني اوونۍ په ورستیو کي ده، چي تر ازمویني مخکي به ګډونوالو زده کوونکو ته د یادي کمیټي له لوري  د ازمویني د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۸
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۴۷
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

.د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان د توضیح سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ټولنیز پوهاوي په موخه د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ګډون. . .

BACK TO NEWS