هلمند پوهنتون کي د پلان جوړوني يو ورځنی معلوماتي  ورکشاپ وړاندي سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۲:۱۵
پلان جوړونه

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۵ ه.ق

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ د پلان جوړوني یو ورځنی ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي استاد له لوري وړاندي سو.

د ورکشاپ د پیل وینا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست وکړله. ښاغلي دوست د ورکشاپ  ګډونوالو استادانو او کارمندانو ته د پلان جوړوني پر ارزښت وینا وکړله .

 بیا د یاد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار حکمت الله خادم له لوري د پلان جوړوني يو ورځنی معلوماتي ورکشاپ پیل سو.

د ورکشاپ په لړ کي پر پلان پیژندني، د هغه پر ډولونو، خاصیتونو، پروسو او پلان جوړوني، کنترول او تطبیق سربیره ګڼ نور معلومات هم حاضرینو ته وړاندي سول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه, سپتمبر 17 2025 2:02 PM
Background image

.د اسلام له نظره متقابل احترام او د چاپلوسۍ عذاب په اړه علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د ( متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر او د چاپلوسۍ عذاب د اسلام له نظره) تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي. . .

چهارشنبه, سپتمبر 17 2025 1:59 PM
Background image

.د پلان او راپور جوړولو په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د سمنیارونو په تالار کي د کارکوونکو چارو آمریت  له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ د پلان او د کړنو راپور جوړولو په اړه یو ورځنی سمینار ترسره سو. . .

سه شنبه, سپتمبر 09 2025 2:49 PM
Background image

.د اهل سنت والجماعت عقيدې په اړه ديني او علمي سمينار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اهل سنت والجماعت د عقيدې په اړه ديني او علمي سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو، اداري. . .

BACK TO NEWS